پوتین او ټرمپ په هلسینکي کې سره ګوري

. د انځور حقوق AFP
Image caption ټرمپ او پوتین تېر کال په ویتنام کې سره لیدلي وو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره د فنلینډ په پلازمېنه هلسینکي کې وګوري. سپینې ماڼۍ ویلي، دواړه مشران به د راتلونکې میاشتې په ۱۶مه له یو بل سره وویني او پر بېلو مسلو به بحث وکړي.

ټرمپ او پوتین تېر کال په ویتنام کې سره لیدلي وو.

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لیدنې ته وروسته له هغه لاره هواره شوه چې په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت مشاور جان بولټن د روسیې پلازمينې مسکو ته سفر وکړ.

ښاغلي ټرمپ ویلي، له خپل روسیې سیال سره به د سوریې او اوکراین په اړه خبرې اترې وکړي.

* ویلادیمیر پوتین؛ له جاسوسۍ تر څلورم ځل ولسمشرۍ

* "ولې روسیه په افغانستان کې د داعش په اړه مبالغه کوي؟"

* "امریکا په افغان جګړه کې خپله ماتې په روسیه ور اچوي"

مسکو ته د ښاغلي بولټن سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بیا عادي کېدو لپاره هیله مندۍ زیاتې کړې دي.

تېره ورځ جان بولټن خبریالانو ته وویل، مسکو ته یې سفر د ډونلډ ټرمپ په خوښه و او موخه یې د دواړو مشرانو ترمنځ د احتمالي ناستې د شونتیا ارزونه وه.

د جان بولټن په خبره، ښاغلی ټرمپ او ښاغلی پوتین غواړي چې راتلونکې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ښه شي.

ښاغلي پوتین هم ویلي، له جان بولټن سره لیدنې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په پار هیله مندۍ ډېرې کړې دي.

نوموړي په ټینګار ویلي، هېواد یې ښکر په ښکر کېدو ته لېوال نه دی او په خبره یې چې د امریکا او روسیې د اړیکو اوسنۍ خړپړتیا په امریکا کې د کورنیو سیاسي شخړو له امله ده.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب