هند کې پر ماشومې جنسي تېری: له غوسې ډک لاریونونه

هند د انځور حقوق Reuters
Image caption هندي چارواکي وايي، دغه هېواد کې له هرو ۱۳ دقیقو وروسته پر یوې ښځې یا نجلۍ تېری کېږي

د هند د مدهیه پردېش ایالت کې پر یوې اووه کلنې نجلۍ وحشتناک جنسي تېري په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. دې پېښې خلک غوسه کړي او لاریونونه یې کړي دي.

ایالتي مرکز کې سلګونه کسان سړکونو ته د احتجاج په توګه راوتلي وو او پر نجلۍ تېري کوونکو ته یې د سزا غوښتنه کوله.

نجلۍ او س هم په روغتون کې ده او ویل کېږي سخته ټپې ده. پولیس وایي، نجلۍ د سې شنبې پر ورځ له ښوونځي بهر تښتول شوې وه.

په هند کې اته کلنې ماشومې باندې تېری ناندریز شوی

هند: جنسي تېری پر انټرنیټي ټکسیانو د بندیز لامل شو

هند کې د جنسي تېري ۱۰ کلنې زیانمنې اولاد وزېږېد

د اعلی وزیر په ګډون خلک تېري کوونکي ته د مرګ سزا غوښتتنه کوي.

اعلی وزیر شیوراج سینګ چوهان خبریالانو ته وویل:

''داسې ځناور د ځمکې پر سر یو پيټی دی او د ژوند حق نه لري. ''

د دولتي حقوق پوهانو ټولنې هم په محکمه کې د تورنو کسانو له استازیتوبه ډډه کړې ده.

د انځور حقوق BBC/SHURIAH NIAZI
Image caption له پېښې وروسته پراخ لاریونونه شوي دي

ډاکتران وایي، نجلۍ چې د چارشنبې پر سهار وین لړلې او بې هوښه موندل شوې روغتیایي حالت یې خطرناک نه دی، خو د ټپونو رغېدل به یې وخت ونیسي.

پولیس وایي، تورن کسان یې تر هغه وروسته نیولي چې ویدیویي کمرو دوه کسان ښودلی دي. په انځورونو کې ښکاري چې یو یې نجلۍ ته خواږه ورکوي او ور سره روان دی.

اړونده مطالب