ترکیه: د امریکا په غوښتنه له تهران سره سوداګریزه معامله 'نه پرېږدو'

د تیلو نللیکه د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیې د ۲۰۱۸ کال لومړیو څلورو میاشتو کې له ایرانه د اړتیا وړ ۵۵ سلنه تېل ترلاسه کړي

‌ترکیې ویلي، د یوه بل هېواد په غوښتنه به - چې اشاره یې د امریکا متحدو ایالتونو ده،‌ له ایران سره تر راتلونکې نومبر میاشتې وړاندې د تېلو واردولو په تړاو خپلې سوداګریزې اړیکې غوڅې نه کړي.

په راتلونکې نومبر میاشت کې له ایران سره د لوېدیځو قوتونو او تهران ترمنځ له اتومي هوکړې د امریکا تر وتلو وروسته پر تهران د امریکا بندیزونه بیا پیلېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو ویلي: "ترکیه د هېچا په ګټه له ایران سره خپل سوداګریز اړیکي نه غوڅوي او موږ د هر ډول سولې او ټیکاو په راوستلو کې د امریکا تر شا یو، خو د هرې پرېکړې منلو ته یې هم غاړه نه ږدو."

نوموړي له اېن ټي وي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي: "ایران یو داسې ګاونډی هېواد دی چې موږ خپل ښه اړیکي نه شو ورسره پرې کولی،‌ موږ اقتصادي اړیکو سره تړلي یو، په دې به له ایران سره ځکه خپل سوداګریز اړیکي پرې نه کړو چې ګني یوه بل هېواد رانه غوښتي دي."

ښاغلي جاویش اوغولو زیاتوي "تر اوسه د هغو امریکايي جنګي ایف ۳۵ الوتکو په معامله کې کوم خنډ نه دی رامنځ ته شوی چې ترکیه یې له امریکا پېري، هیله ده چې راتلونکې کې هم پکې ستونزه نه وي."

امریکا او ترکیې د یو بل وګړو ته ویزې ور کول وځنډول

روسیه، ایران او ترکیه د سوریې د سولې کنګره جوړوي

امریکا او فرانسه له ایران سره نوی اټومي تړون غواړي

تېره میاشت د امریکا مشرانو جرګې یوه جرګه ګۍ د نوي کال دفاعي تګلارې د ۷۱۶ میلیارد ډالرو بودیجې ارزونه وکړه،‌ چې ترکیې ته د ایف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو پر ورکولو بندیز هم پکې شامل و.

ترکیه، چې په سیمه کې د شمالي اتلانتیک لوی ملاتړی دی،‌ تر ډېره د ایران د نفتو پر صادراتو تکیه کوي. ترکیې د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې له تهرانه ۳.۰۰۷ ټنه تېل وارد کړي چې د ترکیې د اړتیا وړ ټول ټال تېلو ۵۵ سلنه جوړوي.

د روانې اونۍ لومړیو کې د پنځو نورو کلونو لپاره د ترکیې نوي ټاکل شوي ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، ترکیه غواړي له ایران سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې ۳۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. دا مهال د ترکیې او ایران ترمنځ د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه دوام لري.

ورته مطالب