سعودۍ سندرغاړې د موټرچلولو خوښي په سندرې ولمانځله

د انځور حقوق LEESA A
Image caption دا وېډیو پر انسټاګرام او یوټیوب څه باندې ۱٫۶ میلیون مینه والو کتلې ده.

کله چې سعودي عربستان کې څو ورځې وړاندې په لومړي ځل ښځو د موټرچلول پیل کړل، د راپ موسیقۍ سندرغاړې پخپل ځانګړي سبک ښځو ته دا ازادي ولمانځله، خو هغه څنګه؟

سندرغاړې "لیسا" په یوه وېډیويي کلیپ کې د موټر شټرینګ ته ناسته ده او سندرې وايي، چې څه کمه یوه اونۍ کې یې ۱٫۶ میلیون مینه والو دا وېډیو کتلې ده.

دغې سندرغاړې پخپل سندریز انداز د کامرې مخې ته سندره ویلي چې وايي: "هېچا ته اړتیا نه شته چې ما موټر کې ورسوي... د موټرچلونې لیسنس مې راسره دی."

په سعودي عربستان کې څو لسیزې ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه وه، چې بالاخره په تېره سپټمبر میاشت کې سعودي چارواکو ددغه بندیز د لرې کولو اعلان وکړ او د روانې میاشتې لومړیو کې عملي شو.

''سعودي کې مې د ټکسي چلول ارمان و''

"ریاض کې پر سعودۍ خبریالې سختې نیوکې شوې"

پنځه شیان چې سعودي کې یې مېرمنې له سړیو پرته نشی کولی

سعودي عربستان کې مېرمنو د موټروانۍ اجازه ترلاسه کړه

لیسا، چې پر خواله رسنیو په نسبي ډول ډېره نه ښکاري، خپل دغه وېډیويي کلیپ پر انسټاګرام او یوټیوب خپور کړی دی.

په دغه کلیپ کې یاده سندرغاړې د موټر چلولو پرمهال پر اکسلرېټر پښه ټینګوي، د موټر چټکوالی زیاتوي او دا سندره زمزمه کوي چې: "ته، ښکارې چې نن هېره شوې یې، په دې معنا چې کرايي موټر نه شته". د هغې اشاره د جون ۲۴مې نېټې ته وه.

دا زیاتوي: "ټوکې نه کوم، نن پخپله موټر چلولی شم. د موټر شټرینګ مې په لاس کې دی، برېک مې پښو کې... پر اوږده کمیس مې امنیتي کمربند تړلی."

د لیسا دا وېډیو کابو ۳۰۰ زره ټویټر کارنو خوښه کړې او تر ۱۰۴ زرو ډېر ځلې شریکه شوې ده.

په سعودي کې پر ښځو د موټرچلولو بندیز لرې کولو کې ډېرې خوشحالۍ وشوې، ګڼو یې د ښځو د موټرچلولو وېډیوګانې پر خواله رسنیو شریکې کړې.

خو لږو کسانو پر دې کار ناخوښي وښوده.

په وروستیو کې سعودي چارواکو هغه اته ښځینه فعالانې ونیولې، چې د معمولو قوانینو له تعدیل وړاندې یې د ښځو د موټر چلولو د حق اخیستو په پلوۍ کمپاین کاوه.

'سعودیانې د لبناني سندرغاړي غېږ کې'

سعودي کې ښځو ته د موټروانۍ زدکړه

ورته مطالب