د ښځو ترلمن لاندې انځور یې اخیست، بوټ کې یې کامره پرې وچاوده

بوټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption یاد سړي کامره په بوټ کې ځای پرځای شوې وه

د امریکا په ويسکانسين ایالت کې ځايي پوليس وايي یو کس د هغه په بوټ کې د ځای پر ځای شوې کامرې د چاودنې له امله ټپي شوی.

دغه ۳۲ کلن کس کامره د دې لپاره لګولې وه چې تر لمن لاندې د مېرمنو غیرقانوني تصویرونه پرې ثبت کړي.

ځايي پوليس وايي، نوموړي کس ځان دوی ته سپارلی، خو دا چې د کمرې د بټرۍ له چاودېدو وړاندې يې کوم تصویر يا وېډيو نه ده ثبت کړې کوم تور نه دی پرې ثابت شوی.

د مډيسن د پوليسو مشر مایک کوفل د سه شنبه په ورځ پر يوه بلاګ د دې نااشنا پېښې په تړاو ليکلي: "کله چې چاودنه شوې هغه د کوچنيو سوځېدنو په خاطر درملنې ته مراجعه کړې، وروسته یې یوه مذهبي سړي ته منلې ده چې څه وشول".

تر پېښې وروسته سړي ځان پولیسو ته سپارلی دی.

ښاغلي کوفل ویلي، یاد سړی خوشی شوی دی.

د ویلو ده چې په ویسکانسین کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر لمن لاندې د هر کس انځور اخیستل سپکاوی ګڼل کېږي، چې سزا یې درې نیم کاله بند او ۱۰ زره ډالر غرامت ده.

جنسي ځورونه څه ده؟

د کالیفورنیا ایالتي جرګې غړې پر جنسي ځورونه تورنه شوه

سوري مېرمنو "د مرستو په بدل کې جنسي ځورونه لیدلې"

ورته مطالب