اته کلن ماشوم څنګه پوهنتون ته لار ومونده؟

.

یو بلجیمی ماشوم د اته کلنۍ په عمر پوهنتون پیلوي. هغه چې له ثانوي زدکړو فارغ شوی، د شپږو کلونو زدکړه یې په یو نیم کال کې پای ته رسولې او ښې نومرې یې ترلاسه کړې دي.

د لارېنټ سېمانس پلار بلجیمی او مور یې جرمنۍ ده.

لارېنټ د بلجیم له ار ټي بي ایف رادیو سره خبرو کې ویلي، د خوښې وړ مضمون یې ریاضي دی. ځکه دده په خبره په دې کې ریاضي، الجبر او هندسه شته.

له دوه میاشتنۍ رخصتۍ وروسته به هغه پوهنتون پیل کړي.

لارېنټ وايي، غواړي د کمپیوټر برخه کې زدکړه وکړي.

پلار یې وايي، که زوی یې د نجارۍ زدکړه هم وټاکي، دوی ورسره ستونزه نه لري، تر دې چې هغه خوشال وي.

د لارېنټ مور او پلار وايي، د زوی د ذکاوت کچه یا ای کیو یې ۱۴۵ ته رسېږي او له خپلو اتلس کلنو همټولګیوالو سره یې د دوولسم ټولګي سند ترلاسه کړی دی.

نوموړی به له دوبنیو دوو میاشتو رخصتیو وروسته د پوهنتون درسونه پیل کړي.

د هغه پلار وايي: "زوی مې له نورو ماشومانو سره لوبو کې ستونزې لري، د نورو ماشومانو په څېر له لوبو سره چندان مینه نه لري."

دی غواړي یو جراح ډاکټر یا ستورمزلی شي، خو اوس په دې اند دی چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر نړۍ کې ځان ورسوي.