د سولې لپاره پر تودو هیلو ولې سړې اوبه واړول شوې؟

طالبان د انځور حقوق EPA

په افغانستان کې د حکومت له خوا د اوربند پای ته رسولو په اړه ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي چې په دغه هېواد کې د جګړې د ډګر په بیا ګرمېدو سره پر هغو تودو هیلو سړې اوبه واړول شوې چې د اختر ورځو کې د اوربند په پایله کې د سولې لپاره رامنځته شوې وې.

ورځپاڼه لیکي، داسې هیلې وې چې دا اوربند به سولې ته لاره پرانیزي، خو دا چې طالبانو د وسلې غورځولو ته غاړه کښېنښوده، نو د سولې هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې.

ټایمز اف انډیا لیکي، د امریکا له مخالفت سره سره به هند له روسیې ایس ۴۰۰ ډوله د هوايي دفاع سیستم ترلاسه کوي. ورځپاڼه لیکي له روسیې ددغه سیستم په تر لاسه کولو سره د امریکا له خوا د بندیزونو ویره هم شته.

ټایمز اف انډیا د لوړ پوړه چارواکو له خولې لیکي، د ایس ۴۰۰ تر لاسه کولو په اړه د دفاع وزیر په مشرۍ د تسلیحاتي کمیسیون په غونډه کې هوکړه شوې ده، له دې وروسته به دا موضوع د مالیې وزارت او بیا د لومړي وزیر په مشرۍ د کابینې یوې کمیټې ته د وروستي تایید لپاره سپارل کېږي.

سرچینو ورځپاڼې ته ویلي سیاسي مشرتابه به ددغه سیستم د ترلاسه کولو د تړون د لاسلیک وخت ټاکي.

ټایمز اف انډیا لیکي روسیې او هند له هغو بندیزونو د ځان بچ کولو لپاره د لارې یوه نقشه جوړه کړې چې له مخې له هغو بندیزونو ځان ژغوري چې د امریکا له خوا لګول کیږي او موخه یې د هېوادونو له خوا د روسۍ وسلې د رانیولو مخنیوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایس ۴۰۰ تر لاسه کولو په اړه د دفاع وزیر په مشرۍ د تسلیحاتي کمیسیون په غونډه کې هوکړه شوې ده

ورځپاڼه وايي د روسیې او هند ترمنځ نور دفاع تړونونه هم ترلاس لاندې دي چې ارزښت یې دوولس میلیارده ډالرو ته رسېږي.

انډیپنډینټ ورځپاڼې په یوه ځانګړې راپور کې لیکلي، ښايي هغه باکتریا چې پلاستیک خوري او د یوه زدکوونکي له خوا په دې وروستیو کې کشف شوې ده، د چاپېریال ککړتیا د نړیوالې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه لیکي دا باکټریا د بیالوژۍ د یوه زدکوونکي مورګان ویګو له خوا چې د امریکا د اوریګن ایالت په ریډ کالج کې زد کړې کوي کشف شوې ده.

ویګو ویلي که ددې باکرتیا د رامنځته کولو چاره چټکه شي نو ښايي د ځمکې پرسر د کارول شوي پلاستیک ستونزې د حل غوره لاره وي.

انډیپنډینټ لیکي، په نړۍ کې هر کال شاوخوا درې سوه میلیونه پلاستیک له کارولو وروسته غورځول کېږي، خو یوازې لس سلنه یې بېرته ریسایکل کېږي.

هغې انډیپنډینټ ته ویلي کله یې چې د کارول شوي پلاستیک په اړه احصائیې ولوستلې، نو دې پایلې ته ورسېدله چې نړۍ له یوې لویې ستونزې سره مخامخ ده او په کار ده چې د حل لار وموندل شي.

ورته مطالب