ټرمپ د ایران په اړه اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

ټرمپ وايي، داسې کوم پلان نه لري چې اروپايي شرکتونه د پر ایران له لګول شويو بندیزونو معاف کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې چې پر ایران د امریکا له لګولو بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي.

نوموړي یکشنبه له فاکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، اروپايي شرکتونه پر ایران له لګول شویو بندیزونو معاف نه دي او سرغړوونکي شرکتونه به د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي.

د نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال دي چې یوه میاشت وړاندې د المان، برتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا له مالیې وزارته غوښتي وو چې له ایران سره د شوې اټومي هوکړې د خوندیتابه په پار اروپايي شرکتونو ته له ایران سره د سوداګرۍ لاره پرانیستې پرېږدي.

ښاغلي ټرمپ پخپلو خبرو کې د ایران له خوا د یورانیمو د غني کولو په اړه خبرداری ور کړ او ویې ویل: " که بیا دې کار ته مخه کړي، له ډېرې لویې ستونزې سره به لاس او ګرېوان شي. "

شنونکي باوري دي چې د امریکا له خوا له ایران سره د اروپايي ټولنې د تجارتي اړیکو نه مستثنی کېدنه به د اروپا او امریکا ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا خړې پړې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اروپايي هېوادونه له امریکا سره په بد سوداګریز چلند تورن کړي دي.

د امریکا او اروپا تجارتي اړیکې په دې وروستیو کې د ډونلډ ټرمپ له خوا د درندو تجارتي تعرفو د وضع کولو له امله خړې پړې شوې دي.