سمڅه کې د بندي زلمیانو ژغورنې هڅې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سمڅه کې د بندي زلمیانو ژغورنې هڅې

تايلنډ کې د ژغورنې ډلې او غوټه وهونکي ښايي هغو ۱۲ هلکانو او د دوی فوټبال روزونکي ته له تنفسي وسيلې سره د غوټې وهلو چل ورزده کړي، چې له مخې یې له اوبو له ډکې شوې سمڅې راوباسي. دغه هلکان او روزونکی یې له لسو ورځو راهيسې د سمڅو يوه لړۍ کې بند پاتې دي. د ډېرو یې لامبو نه ده زده، او داسې حال کې چې د لا نور اورښت اټکل شوی، دا وېره په زياتېدو ده، چې د سمڅې دننه د اوبو کچه ښايي لا لوړه شي. دا حالت ښايي د ژغورنې ډلې لپاره د دوی ټولو راايستلو چاره لا سخته کړي. دوی اوس د ژغورنې پر بېلابېلو لارو غور کوي، خو خواړه او ټليفونونه یې دننه وروړل شوی، چې دوی پرې له کورنیو او خپلوانو سره خبرې وکړی شي.