نجیب رزاق: 'له ځانه ددفاع فرصت نه دی راکړل شوی'

رزاق د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی رزاق بهر ته له سفر کولو منع شوی دی

د ماليزيا پخوانى لومړى وزير نجيب رزاق کولالمپور کې محکمې ته وړاندې شو. د ماليزيا خبري اژانس وايي تمه کېږي چې ښاغلى رزاق د باور ماتولو له کبله له لسو بېلابېلو تورونو سره مخامخ شي.

هغه پرون ونيول شو او برايي شپه يې زندان کې تېره کړه.

ښاغلى رزاق په تېرو ټولټاکنو کې له خپلې حيرانوونکې ماتې وروسته تر پلټنو لاندې و.

پر نوموړي تور دى چې په پراختيايي پروژو کې يې د ٧٠٠ ميليونو ډالرو غبن کړى او له يوۀ مالي صندوقه چې د نوموړي له لوري جوړ شوى د را ايستل شويو ميلياردونو ډالرو حساب هم تر اوسه نه ورکړل شوى.

د مالیزیا له پخواني واکمنه د میلونو ډالرو توکي نیول شوي

روزما نجیب ولې د هالیووډ پر ستورو مخکې شوه؟

د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر پر کور چاپه

پر ټوېټر پيغام

پر ټوېټر خپرې شوې ويډيو کې ښاغلي رزاق پر خلکو غږ کړى چې د دۀ په تړاو پر خپرو شويو رپوټونو دې باور نه کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مهاتیر محمد وايي، د غلا شویو میلیاردونو ډالرو بېرته ستېدو کې به تر خپله وسه هلې ځلې وکړي

ښاغلى رزاق وايي "ما ته دا فرصت نه دى راکړل شوى چې له ځانه دفاع وکړم. تاسو د تر ټولو ښه مشرتابه لرلو مستحق يئ، ما ټول هغه څه کړي چې زما له وسه پوره و، خو په دې پوهېږم چې کافي نه و او دا هم منم چې په کار کې ډېرې کمزورۍ هم وې."

نوموړى دا ردوي چې په پراختيايي پروژو کې يې غبن کړى.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ښاغلي رزاق او د هغه د مېرمنې د اوسېدو په ګڼو ځایونو کې د ښځو ډېرې ګرانبیه بکسونه وموندل شول

چپاونه او گرانبيه توکي

خو په وروستيو اونيو کې پر ځينو کورونو او دفترونو چې ويل کېږي له ښاغلي رزاق سره يې تړاو درلود د يو لړ چپاونو په ترڅ کې د ٢٧٣ ميليون ډالرو په ارزښت نغدې پيسي، گاڼې او نور گرانبيه توکي ضبط شول چې د ماليزيا په تاريخ کې بې مخينې بلل کېږي.

نجيب رزاق پرون د گرينوېچ په وخت د مازديگر په ٦ نيمو بجو ونيول شو.

ماليزيايي چارواکي وايي د ښاغلي رزاق پر ضد بشپړه دوسيه په لاس کې لري او د نيونې تمه يې له يوې مودې راهيسې کېده.

خو په ماليزيا کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير نيول کېدل او بيا محکمې ته وړاندې کول بيا هم ډېرو لپاره هېښوونکي و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نیویارک ۲۰۱۴ کال لیلام کې د هیرمز قیمتي لاسي بکسې یوه نمونه

اړونده مطالب

ورته مطالب