ترکي پارلمان کې تر ټولو کم عمره وکیله

دیرسم
Image caption دیرسم داغ ۱۲ وروڼه او یوه خور لري. کورنۍ یې د جګړې لهکبله د ترکیې له جنوب ختیځه کډه شوې

د ترکیې پارلمان ته ۲۲ کلنه کردۍ دیرسم داغ د ترکیې معاصر تاریخ کې پارلمان ته تر ټولو د کم عمر بریالۍ شوې وکیله ګڼل کېږي.

نوموړې له دیار بکر ښار نه د دیموکراتو ولسونو ګوند نومانده وه. دیار بکر کې ډېری کردان اوسېږي.

کډواله ماشومه

دیرسم په ۱۹۹۶ کال د ترکیې جنوب ختیځ دیار بکر ولایت په یوه بې وزله کورنۍ کې زیږېدلې، مور او پلار یې کردان دي، ۱۲ وروڼه او یوه خور لري.

پلار یې تر ډېره په کرونده کې کار کوي او مور یې د کور کارونه.

د ترکیې ولسمشر اردوغان ټاکنې وګټلې

ترکیې ټاکنې: د رایو شمېرل پیل شول

تر ټولو د کم عمر دغې پارلماني وکیلې بي بي سي ته ویلي: "په ۱۹۹۶ کال له خپل ښاره کډه شوو، له سیمې ټولې کردۍ کورنۍ ووتلې، هغه وخت زه د پنځو میاشتو وم. د استانبول اسنلر سیمې یوه کلي ته ولاړو او هلته مو له صفر نه ژوند پیل کړ."

دیرسم زیاتوي: "لومړي سر کې مې ماشومتوب تریخ و، ملګرې مې نه درلودې، ځکه په ترکي ژبه نه پوهېدم، خو وروسته چې ښوونځي کې څو کاله پاتې شوم، ژوند مې ښه شو."

Image caption دیرسم داغ پارلمان ته تر بریالۍ کېدا وروسته له خپلې مور او پلار سره

سیاسي ژوند

اغلې داغ وايي، د ډاکټرې او یا خبریالې کېدو هیله یې لرله، خو ښوونځي کې یې سیاست ته مخه کړه. دا وايي ډېره هڅه یې وکړه چې خپله کردۍ ژبه سمه زدکړي، ځکه چې ماشومتوب کې یې له زدکولو محرومه شوې وه.

Image caption دیار بکر کې د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې پارلمان ته د دیموکراتو ولسونو د ګوند د ۲۶ ښځینه غړو د کامیابۍ خوشحالۍ

دیرسم داغ په تېره جون میاشت کې د ماردین پوهنتون د کردي ژبې له پوهنځي فارغه شوه، چې څو اونۍ وروسته له دیار بکر ښار نه یې پارلمان ته هم لار ومونده.

Image caption دیرسم داغ د خپل ګوند ملاتړو ته د ټاکنیز کمپاین پرمهال وینا کوي. جون ۲۰مه، ۲۰۱۸

داغ په کوچنیوالي کې سیاست ته د ورګېډو په اړه وايي: "سیاسي اړودو په سیاست کې زما د ښکېلېدو لامل شو. دا چې پارلمان کې ځوانه طبقه کمه ده، د ښځو ریښتینې استازې هم پکې لږ دي، نو اړه شوم چې ځان نوماند کړم او دا ګرانه لار ووهم."

اړونده مطالب

ورته مطالب