هغه کډوال چې خپلو هېوادونو کې له جګړو تښتېدلي

هغه کډوال چې خپلو هېوادونو کې له جګړو تښتېدلي

د هغو خلکو شمېر په زياتېدو دی، چې اروپايي ټولنې ته د رسېدو لپاره بېلابېلې لارې کاروي. دوی د البانيا او مونټيګرو له لارې بوسنيا ته سفر کوي، بيا کروېشيا ته د وراوښتو هڅه کوي. سرحدي پوليس یې بيا د بېرته شړلو زیار باسي، او زرګونه يې اوس بوسنيا کې بند پاتې دي. حکومت یې ډېره کمه مرسته ورته برابره کړې، نو خلک په ورانو استوګنځيو کې ويدېږي، چې د ۱۹۹۰ مو کلونو جګړو کې ويجاړ شوي دي.