د شهزاده محمد بن سلمان جرمنی سلاکار څوک دی؟

کلاوس کلاینفیلډ د انځور حقوق AFP
Image caption کلاوس کلاینفیلډ به تل د داوس کې د نړیوالو اقتصادي چارو مېلمه و

جرمني کلاوس کلاینفیلډ، چې د "نیوم" په نوم پروژې د اداري ریاست مشر و، اوس د سعودي شهزاده محمد بن سلمان سلاکار ټاکل شوی.

کلاینفیلډ به د "نیوم" پروژې د بنسټګرې شورا غړیتوب هم ساتي.

دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي کلاینفیلډ د نوې دندې په اړه ویلي: "دا دنده یې په سعودي عربستان کې د اقتصاي، تخنیکي او مالي پراختیا په برخه کې پراخه ګام ګڼل کېږي، هغه د شهزاده سلاکار ټاکل شوی، خو ترڅنګ به یې د ۲۰۱۸ اګسټ له لومړۍ نېټې د نیوم پروژې د بنسټګرې شورا غړیتوب هم مخته وړي."

کلاینفیلډ په مستقیم ډول د ۲۰۱۷ کال له جولای میاشتې راهیسې د "نیوم" پروژې د لومړنیو ګامو او بنسټ اېښودو کې رغنده رول درود. پر دې پروژه نیم ټریلیون ډالر لګښت راغلی، خو د نوموړي له دې دندې مخکې ژوند څنګه و، کوم کارونه یې کړي دي؟

د کارمن زوی

کلاینفیلډ په ۱۹۵۷ کال د جرمني شمال بریمن ښار کې زیږېدلی، مور او پلار یې له ختیځ المان نه تښتېدلي وو. پلار یې د ښار د کوچنیو بېړیو جوړولو یوه کارخونه کې کارمن و، هندسه یې لوستې او انجنیر شوی.

کلاینفیلډ لس کلن و چې پلار یې ومړ، دوولس کلنۍ کې یې یوه لوی سوداګریز مرکز کې توکي سمبالول.

په ۱۹۸۷ کال د جرمني له سیمینز شرکت سره تر کار پیلولو وروسته مشهور شو. د یوې برخې سلاکار شو.

نوموړی په ۲۰۰۵ کال، د دغه شرکت په تاریخ کې تر ټولو کوچنی (اوه څلوېښت کلن) مدیر و، خو دندې ته یې دوام ورنه کړای شو او دوه کاله وروسته تر هغه استعفا ته اړ شو، چې شرکت کې د سلګونو میلیونو یورو د فساد قضیې راپورته شوې.

رسوايي

اروپايي اتحادیې په ۲۰۰۷ کال پر دغه شرکت ۴۱۹ میلیون یورو مالي غرامت له دې کبله وضع کړ، چې د انرژۍ د تولید برخه کې یې د ناقانونه بیو ټاکلو کې بازار موندنه کړې او بډې یې ورکړې دي.

د انځور حقوق Johannes Simon
Image caption کلاینفیلډ د بډو له رسوا کېدو وروسته سیمینز شرکت کې دندې پرېښودو ته اړ شو

د ۲۰۰۷ کال اګسټ کې، کلاینفیلډ د امریکا الومینیوم جوړونې له Alcoa شرکت سره پیل کې د دفتر د مشر په توګه کار پیل کړ، بیا یې اجرایوي مشر شو او پای کې د Aronic شرکت د اداري شورا مشر وټاکل شو.

دا شرکت د الوتکې ماشینونه جوړوي.

کلاینفیلډ د ۲۰۱۷ کال اپریل میاشت کې د شرکت له یوه مشر پاول زینګر سره د شخړې وروسته خپلې دندې پرېښودو ته اړ شو.

زینګر پر کلاینفیلډ تور ولګاوه چې کار یې ښې پایلې نه لرلې، خو کلاینفیلډ د زینګر لرې کولو ته هم لاره هواره کړه.

زینګر د ارکونیک شرکت اداري شورا ته په یوه پیغام کې د کلاینفیلډ په اړه لیکلي وو چې: "هغه یو بې ساری کاریزماتیک شخصیت دی، له مشرانو سره یې د خپلې دندې د غځولو پخاطر ټینګ اړیکي پالل."

ورته مطالب