"که چین پر پاکستان پورونه بند کړي، پروژې یې له خطر سره مخامخېږي"

. د انځور حقوق AFP

فایننشیل ټایمز لیکي، پاکستان له چین څخه د نور پور غوښتنه کړې چې د بهرنیو مرستو د کموالي پر ستونزه لاس بری شي.

فایننشیل ټایمز لیکي، پاکستاني چارواکو چینايي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که چین پر پاکستان پورونه بند کړي نو له پاکستانه تیریدونکې ستره پروژه یو کمر بند یوه لاره به یې له خطر سره مخامخ شي.

ورځپاڼه زیاتوي پاکستان چین ته ویلي چې نوې مرسته دې ورسره وکړي چې وکولی شي په دغه هېواد یعني پاکستان کې د شپیته ملیارده ډالرو په ارزښت خپله کېدونکې پانګونه وژغوري او که دا مرستې دوام ونه کړي، نو د دې پانګونې ساتل او ژغورل به ګران وي.

ورځپاڼه لیکي پاکستان سږ مالي کال چې تیره میاشت پای ته ورسیده له چین څلور ملیارده ډالر پور اخیستی او د نور پور تمه هم لري.

* چین پاکستان کې ۹ صنعتي پارکونه جوړوي

'افغانستان کې د هند او چین ګډو پروژو پاکستان وارخطا کړی'

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه

واشنګټن پوسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز د تازه څرګندونو په اړه لیکلي چې وايي په خپل وروستي سفر کې له پاکستانه غوښتي چې دوامداره او پراخې هڅې وکړي چې طالب مشران له افغان دولت سره خبرو ته حاضر کړي.

هغې پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې پاکستان دې طالب مشران له خپلې خاورې وباسي او پر هغوی دې فشار راوړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

واشنګټن پوست د مېرمن ویلز هغه خبره هم را اخیستې چې وايي امریکا د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د ښه والي هر کلی کوي.

ګارډین ورځپاڼه

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د بکارت معاینې له امله هغه کړاو ته کتنه کړې چې ځینې نجونې او مېرمنې ورسره لاس او ګریوان دي.

ورځپاڼه اوس یوه نوې کړنلاره تر لاسه لاندې نیول شوي چې تمه ده په عملي کولو سره يې دا کړاو پای ته ورسیږي.

ګارډین د مثال په توګه په بلخ کې یوه زندان ته سر ورښکاره کړی چېرته چې مېرمنې او نجونې له څو میاشتو او کلونو راهیسې د زندان په ناپاکه خونو کې شپې او ورځې تیروي.

دوی دا کړاو د ورځپاڼې په وینا له دې امله ګالي چې د بکارت معاینه کې پاتې راغلي.

خو ګارډین لیکي د زندان له تورو تمبو تر خلاصون وروسته دغه میرمنې او نجونې له تیاره برخلیک سره مخامخې دي.

دا پړاو هم د دوی لپاره له کړاوه ډک دی ځکه دوی له شرم او بې کسۍ سره مخامخې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز لیکي څه باندې دوه زره ښځې او ماشومان چې د داعش ډلې د وسله وال اړوند دي د سوریې په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.

ورځپاڼه لیکي دغه ډله کسان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او داسې تمه هم نشته چې په نږدې راتلونکې کې د دوی برخلیک معلوم شي.

ه د ورځپاڼې په وینا ستونز دا ده چې د داعش ډلې د وسله والو د کورنیو دا غړي د خپلو هېوادونو له خوا هم نه غوښتل کیږي او نه یې پوښتنه کیږي.

ځکه وايي هېوادونه ویره لري چې که دغه کسان هلته ورشي نو سخته دریځي به خپره کړي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې دا توقیف ځای د کردانو تر واک لاندې سیمه کې دی ، دوی هم نور نه غواړي چې هغوی وساتي او وايي دایې دنده نه ده چې بهرني وګړي د تل لپاره وساتي.

ورته مطالب