زمریانو 'ناقانونه ښکاریان' وخوړل

زمریان د انځور حقوق Sibuya game reserve
Image caption دغې خوندي سیمې ته له ننوتلو وروسته ناقانونه ښکاریان د زمریانو له یوې لويې ډلې سره مخامخ شوي

د سوېلي افریقا په یوه خوندي سیمه کې زمریانو د ګرګدن لږترلږه دوه ناقانونه ښکاریان وژلي او خوړلي دي.

ساتونکو د سیبویا په یوه خوندي سیمه کې د دوو یا درېیو کسانو د مړو پاتې شوني موندلي دي.

د پېښې ځای کې یو ټوپک او یو تبر هم موندل شوی.

په وروستیو کلونو کې افریقا کې ناقانونه ښکار ډېر شوی دی. لامل یې د اسیا په ځینو برخو کې د ګرګدن د ښکرو د تقاضا ډېرېدل ګڼل شوي.

په چین، ویتنام او نورو سیمو کې داسې ناسم باور دی چې د ګرګدن ښکر د جنسي غریزو د پیاوړتیا لپاره ګټور دی.

د یادې خوندي سیمې څښتن نیک فاکس ویلي، ناقانونه ښکاریان د یکشنبې په شپه یا د دوشنبې ګهیځ‌ لومړیو کې دغې سیمې ته ننوتلي دي.

ښاغلي فاکس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "دوی د زمریانو له یوې لویې ډلې سره مخامخ شوي."

د انځور حقوق Sibuya game reserve
Image caption وروستیو دوو کلونو کې په دې خوندي سیمه کې ناقانونه ښکاریانو درې ګردګن (یو ښکر لرونکی) ښکار کړي

که څه هم نوموړی د ناقانونه ښکاریانو د شمېر ‍په اړه معلومات نه لري، خو وايي له دوی ډېر څه نه دي پاتې شوي.

یوازې سږ کال په دې سیمه کې ناقانونه ښکاریانو لږترلږه ۹ سمندري اسونه وژلي دي.

په سوېلي افریقا کې په تېره یوه لسیزه کې تر ۷۰۰۰ ډېر ګرګدن وژل شوي دي.

ورته مطالب