د ټرمپ 'تي خورې نانځکه' د لندن پر اسمان

ټرمپ د انځور حقوق Andrew Aitchison
Image caption فعالانو د لندن زړه ازلینګټون سیمه کې دا نانځکه وازمویله

فعالانو ته اجازه ورکړل شوې، چې بریتانیا ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر په اعتراض کې د لندن اسمان ته د ټرمپ 'تي خورې' یوه لویه نانځکه پورته کړي.

په پام کې ده چې د روانې جولای پر ۱۳مه، ولسمشر ټرمپ د بریتانیا له لومړۍ وزیرې تیریزا مې سره په ډاوننګ سټریټ کې وګوري.

فعالانو د دغې نانځکې د پېرلو لپاره شاوخوا ۱۸ زره پونډه راغونډ‌ کړي چې په هیلیم ګاز به یې پړسوي.‌ دغه نانځکه ۶ متره اوږده ده. دوی وايي دا نانځکه د ټرمپ استازیتوب کوي، ځکه هغه لکه "ماشوم غوندې خوی او غرور" لري.

د لندن ښاروال صادق خان په هوا کې ددغې نانځکې له پورته کېدو سره موافقه ښودلې.

صادق خان د ځان په اړه د ټرمپ 'استثنا' رد کړه

له بریتانیا سره د اړیکو په اړه د ډونالډ ټرمپ خبرداری

له سپینې ماڼۍ سره هم پر دغه پلان د تبصرې کولو لپاره اړیکه نیول شوې.‌

د انځور حقوق Andy Aitchison
Image caption نانځکه ۶ متره اوږده ده

د بریتانیا د خپلواګ ګوند مخکیني مشر نایجل فراج پر ټویټر لیکلي "دا د امریکا ولسمشر ته د واک پرمهال تر ټولو لوی سپکاوی دی."

هوکړه شوې چې د جولای پر ۱۳مه به ګهیځ مهال د لندن اسمان ته د دوو ساعتونو لپاره دا لویه نانځکه پورته کېږي.

ددغه پلان څارونکي لیو ماري ویلي: "ظاهراً ښاغلی ټرمپ دا هیڅ نه خوښوي چې خلک ورباندې ملنډې ووهي."

دی زیاتوي: "د شپږو مترو اوږدې نانځکې لپاره مو پیسې راغونډې کړې د ټرمپ د سفر پرمهال یې د پارلمان د ودانۍ پرسر هوا ته پورته کړو."

په لومړي سرکې د لندن ښاروالۍ د دوی دا وړاندیز نه مانه او ویل یې چې د ټرمپ د تي خورې نانځکې هوا ته پورته کول ددوی له نظره د اعتراض کولو یوه قانوني طریقه نه ده.

خو ځايي چارواکو وروسته خپل نظر بدل کړ.‌

د لندن د ښاروال لخوا یوه اعلامیه کې ویل شوي چې: د سوله ییز اعتراض له حقه ملاتړ کوي او پوهیږي چې دا کېدایشي راز راز بڼې ولري.

د انځور حقوق Jason Hawkes
Image caption فعالان وايي غواړي په دې نانځکې سره د ټرمپ خوی او شخصیت وښيي

فعالانو ویلي، د لویې نانځکې پورته کېدو له غوښتنې سره لسو زرو کسانو ملاتړ ښودلی او پر انټرنېټ یې دا غوښتنه لاسلیک کړې ده.

خو د دغې نانځکې له پورته کولو مخکې فعالان د هوايي څار ادارې اجازې ترلاسه کولو ته هم اړتیا لري، ځکه یو "نادود شوی څیز" په هغه سیمه کې هوا ته پورته کېږي چې الوت پکې ممنوع دی.

ځکه چې د پارلمان د سیمې هوایي فضا یوه ممنوعه سیمه ده، نو له پولیسو څخه به هم د یوې بلې اجازې ترلاسه کولو ته اړتیا وي.

یوه فعال ماکس ویکفیلډ ویلي، باوري دی چې ټولې اړوندې خواوې به اجازه ورکړي.

دی وايي، فعالانو پیل کې ۱۰۰۰ پونډو ته اړتیا لرله، خو په ۲۴ ساعتونو کې یې دا مبلغ راغونډ کړ.‌

دوی به په پاتې پیسو داسې بالونونه اخلي د ټرمپ د سفر پرمهال یې هر چېرته چې هغه ځي، ټرمپ ته د "مزاحمت" جوړولو په پار هوا ته پورته کړي.‌