"نواز شریف او لور یې له برتانیا څخه پاکستان ته ستنېږي"

.

د پاکستانۍ اېکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د سر مطلب دادی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د راتلونکې جمعې په ورځ خپل هېواد ته ستنیږي.

مریم نواز په لندن کې خبریالانو ته ویلي ډاکټرانو ورته ویلي چې د مور روغتیايي وضعیت به یې تر راتلونکې جمعې پورې ښه شي او دوی تکل کړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

وړمه ورځ د پاکستان یوې محکمې نواز شریف د مالي فساد په تور په ۱۰ او د هغه لور په اوه کال او زوم یې په یوه کال حبس محکوم کړل.

د محکمې د حکم له مخې به نواز شریف دغه راز اته میلیونه انګلیسي پاونډ او لور به یې دوه میلیونه پاونډ جریمه هم پرې کوي.

* پاکستان: نواز شریف او لور یې د زندان په سزا محکوم شوي

ګارډین ورځپاڼه

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان د راتلونکو ټاکنو په درشل کې شته امنیتي ننګونو او امنیتي ستونزو ته اشاره کړې او زیاتوي چې یو شمیر سیاستوال او ډیر نور قومي سیاستوال د همدې کشمکش په لړ کې د خپل موقف او سیاسي مقام د ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.

ورځپاڼه په دې لړ کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم ته اشاره کوي چې د خپل یوه سیاسي رقیب د جنسي زورولو په تور له هېواده بهر په ترکیه کې میشت دی.

د انځور حقوق FVP AFGHANISTAN

همدا ورځپاڼه لیکي چې ملګرو ملتونو د اسټرالیا حکومت له خوا په لرې سیمو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د پنډغالو جوړول غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو په یوه راپور کې د یوه افغان په ګډون پنځو تنو کډوالو په اړه یادونه شوې له تېر کال راهیسې د اسټرالیا حکومت په توقیف کې دي او له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي.

دغه کارپوهان وايي اسټرالیا دغه کډوال او پناه غوښتونکي په ناقانونه توګه په زندان کې ساتلي دي.

دوی غوښتنه کړې چې دغه کسان دې زر تر زره ازاد شي او د اسټرالیا حکومت دې هغوی ته عوض د دې ناقانونه توقیف عوض هم ورکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې په یوه برید کې د یوه امریکايي سرتېري د وژل کېدو او د دوه نورو د ټپي کېدو په تړاو لیکي چې دا په روان کال کې درېیم امریکايي سرتیری دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

نیویارک ټایمز په دې اړه خپل راپور کې زیاتوي چې دا برید په دې معنی دی چې که څه هم په مخامخ جګړه کې د امریکايي سرتېرو رول لږ دی خو دوی لا هم یو هدف دی.

ورته مطالب