"سعودي له طالبانو غوښتي له جګړې لاس واخلئ"

.

پاکستانۍ ورځپانې ډیلي ټایمز لیکلي سعودي عربستان په یوه بې سارې غوښتنه کې پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او افغان حکومت ومني.

دا غوښتنه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په تړاو د نړیوالې غونډې په درشل کې کېږي چې د سعودي په دوه ښارونو جده او مکه کې ترسره کیږي او سبا پیلېږي.ورځپاڼه په خپل راپور کې لیکي، هغه بلنلیک یې لیدلي چې په یاد شوي کانفرانس د ګډون لپاره دیني عالمانو ته استول شوي، په بلنلیک کې چې د اسلامي همکاریو سازمان د مشر یوسف العثمین لاسلیک پکې دی، ټولې وسله والې ډلې ترهګرې بلل شوي دي.

په بلنلیک کې ویل شوي د غونډې هدف د هغو ټولو ناسمو تعبیرونو ردول دي چې په افغانستان کې یې شته ترهګرې ډلې وړاندې کوي.

'طالبان د اوربند غځولو نیت نه لري'

ولسمشر غني: که طالبان وغواړي، اوربند یو کال هم غځولی شو

سعودي کې افغان جګړه د شریعت له مخې ارزول کېږي

بلنلیک کې پر ټولو وسله والو ډلو غږ شوی چې له ترهګرۍ لاس واخلي او افغان حکومت ومني، خبرو ته کېنې او په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

بلنلیک کې د ډیلې ټایمز په حواله راغلي سخت دریځو، ناقانونه وسله والو ډلو او جنایتکارانو په افغانستان کې د پرمختګ او پراختیا مخه نیولې ده.

ورځپاڼه لیکي تمه کیږي چې د سعودي کانفرانس به په افغانستان کې د جګړې پرضد اعلامیه صادره کړي او دا هغه څه چې د ډیلي ټایمز په وینا طالبان یې له امله اندیښمن ښکاري ځکه له دیني اړخه د دوی له خوا د روانې جګړې مشروعیت له منځه وړي.

ورځپاڼه لیکي د پاکستان دعلماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي په دغې غونډه کې د روغتیايي ستونزو له امله برخه نه اخلي، خو ځینې نور دیني عالمان لکه د انصار العلما مشر مولانا فضل الرحمن خلیل او یو شمیر دیني عالمان په دې غونډه کې برخه اخلي.

د انځور حقوق Getty Images

سعودۍ ورځپاڼه عکاظ

سعودۍ ورځپاڼه عکاظ لیکي چې د افغانستان کې په اړه د نړیوال کانفرانس لپاره تیاری بشپړ شوی او په پام کې ده چې د غونډې په دویمه ورځ په مکه کې د افغانستان د جګړې په تړاو د مکي اعلامیه صادره شي.

اعلامیه به په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کولو په اړه د علماوو دریځ روښانه کړي.

ورځپاڼه لیکي په دې غونډه کې له مهمو ګډونوالو د حرمینو د چارو مشر او د مسجد الحرام یا حرم شریف خطیب او امام شیخ عبد الرحمن سدیس دی چې د یوې برخې مشري به دی کوي، په دې برخه کې به په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په راوستلو کې د دینی علماوو د رول په اړه خبرې کېږي.

بل ګډونوال د عکاظ د راپور له مخې د مصر مفتي شیخ شوقي ابراهیم علام دی چې دده په مشرۍ بحث کې به د اسلام له نظره د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په اړه خبرې وشي.

د انځور حقوق Getty Images

دې نیوز ورځپاڼه

دې نیوز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې پر دې ټینګار شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کابل سیند د اوبو دوېش لپاره د یوه تړون رامنځته کول اړین دي.

د لیکوال په باور لکه د اباسین / یا سند د اوبو په څېر چې د هند او پاکستان ترمنځ کوم تړون شوی همدا ډول یوه تړون ته اړتیا ده.

ورته مطالب