د تایلنډ سمڅه کې بندو ماشومانو ژغورل بیا پیل شول

. د انځور حقوق AFP

د تایلنډ په غرنيو سمڅو کې د بندو پاتې شوو تنکیو فوټبالرانو او د هغوی د روزونکي د ژغورنې علمیات بېرته پیل شول.

څلور کسان يې پرون له دغو سمڅو راوایستل شول او وژغورل شول.

تایلنډي چارواکو د دغو ژغورل شوو کسانو هويت نه دی افشا کړی، خو ويلي يې دي چې دوی به په روغتون کې قرنطين پاتې کېږي او لا هم له خپلو میندو او پلرونو سره نه دي يو ځای شوي.

د ژغورنډلې مشر ویلي، غوټه وهونکو په سمڅ کې د اتو پاتې ماشومانو او د دوی د روزونکي ژغورل بیا پیل کړي.

تېره شپه د ژغورنې عملیات درول شوي وو.

تایلنډ: غوټه وهونکو له سمڅې څلور ایسار زلمیان را و ایستل

دغه ماشومان او د دوی روزونکی د تېرې جون پر ۲۳مه له درنو بارانونو او سېلابونو راوتلو وروسته په سمڅ کې ایسار پاتې شول، خو تېره اونۍ د غوټه وهونکو له خوا یې څرک ولګېد چې ژوندي دي.

د انځور حقوق AFP

ژغورونکو پرېکړه وکړه چې د ماشومانو د ژغورنې عملیات جاري وساتي، ځکه هلته د لا نورو اوبو د پورته کېدو وېره وه.

هلته د ژغورنې چارې پېچلې دي، اوبه ډرې، تش ځایونه کم او ختل ستونزمن دي.

د انځور حقوق FACEBOOK/EKATOL
Image caption دغه ماشومان او د دوی روزونکی د تېرې جون پر ۲۳مه له درنو بارانونو او سېلابونو راوتلو وروسته په سمڅ کې ایسار پاتې شول

د ژغورنډلې مشر نارونګساک اوساتاکورن ویلي، د ژغورې چارې یې په ځايي وخت ۱۱ بجې پیل کړې.

اټکل و چې تر نهو بجو د ژغورنې عملیات پای ته ورسېږي "د یکشنبې ورځې پرتله به نور کارکوونکي هم وګومارل شي."

د ژغورل شویو ماشومانو نومونه تر اوسه نه دي خپاره شوي، ځکه چې د پاتې ایسارو ماشومانو کورنۍ به په تمه وي چې ګوندي د دوی ماشومان رایستل شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي اوساتاکورن اند‎ېښنه ښودلې، چې وروستیو درنو بارانونو د اوبو کچه لوړه کړې ده، خو وايي د پرون پرتله وضعیت ښه دی او ښايي موږ یو ښه خبر ولرو.

تر وسه ژغورل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره نه دي یوځای شوي.

د ژغورنډلې مشر ویلي، له ماشومانو سره د هغوی د نژدې خپلوانو د فزیکي لمس کېدو مخه نیول شوې ځکه چې وېره شته له دوی نه عفونت سرایت ونه کړي.

ښاغلي اوساتاکورن اند‎ېښنه ښودلې، چې وروستیو درنو بارانونو د اوبو کچه لوړه کړې ده، خو وايي د پرون پرتله وضعیت ښه دی او ښايي موږ یو ښه خبر ولرو.

اړونده مطالب

ورته مطالب