تر پخوا ډېرو قانوني واکونو سره د اردوغان د ولسمشرۍ لوړه

. د انځور حقوق AFP
Image caption د ترکيې د لومړي وزیر څوکۍ له لغوه کېدو وروسته په دغه هېواد کې د پارلمان قدرت هم کم شوی دی.

رجب طیب اردوغان تېره ورځ د جولای نهمه د لوړې تر کولو وروسته د ترکیې د ولسمشرۍ نوی پړاو پیل کړ.

نوموړی چې له ۱۵ کلونو په ترکیه کې د چارو واګي ور سره دي، اوس یې داسې قانوني اختیارات تر لاسه کړي چې تر دې وړاندې د ترکیې بل هیڅ ولسمشر نه لرل.

هغه د ترکیې په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې د کابینې مشري کوي او لومړی وزیر نه لري.

د ترکيې د لومړي وزیر څوکۍ له لغوه کېدو وروسته په دغه هېواد کې د پارلمان قدرت هم کم شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د لوړې په دغو مراسمو کې ګډون کړی دی. د هغه د دفتر په ویناپاڼه کې راغلي چې ښاغلي دانش او رجب طیب اردوغان په دغه کتنه کې د افغانستان د سولې او ټیکاو هيله څرګنده کړې.

ښاغلي اردوغان ۱۱ کاله د ترکیې لومړی وزیر و او ۴ کاله وړاندې ولسمشر شو. په یاده څلور کلنه ولسمشریزه دوره کې هم لومړی وزیر د اروغان تر سیوري لاندې و او د چارو واګي تر ډېره له اردوغان سره وو.

* ترکیه کې د اردوغان د بري جشن

* "د امریکا په غوښتنه له تهران سره سوداګریزه معامله نه پرېږدو"

* ترکیه کې ۱۰۴ پوځي افسران په عمري بند محکوم شول

د نوموړي په وړاندیز او د خلکو د مثبتې رایې په مرسته د ترکیې په اساسي قانون کې تعدیلات راغلل چې له مخې یې اجرایوي واکونه چې پخوا لومړي سره سره وو، ولسمشر ته ولېږدول شول.

اوس به نو له دغو نویو واکونه سره ښاغلی اردوغان د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د ترکیې ولسمشر وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوموړی په بالقوه توګه کولای شي تر ۲۰۲۸ کاله د ترکیې ولسمشر په توګه پاتې شي.

په اساسي قانون کې وروستي بدلونونه نوموړي ته اجازه ور کوي چې په ۲۰۲۳ کال کې چې د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره یې پای ته رسېږي، یو ځل بیا ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي.

په دې مانا چې نوموړی په بالقوه توګه کولای شي تر ۲۰۲۸ کاله د ترکیې ولسمشر په توګه پاتې شي.

رجب طیب اردوعان ۶۴ کلن دی چې د ترکیې د اقتصاد د پیاوړتیا او له اسلامپالو سره د خواخوږۍ له امله یې په ترکیه کې ډېر محبوبیت تر لاسه کړی دی.

نوموړي همدارنګه د خپلو همګوندي سیالانو په څنډي ته کولو او د سیاسي مخالفانو ځپلو او د ۱۶۰ زره کسانو په زنداني کولو د ترکیې سیاسي فضا دوه قطبی کړې ده.

د تېرې میاشتې په ولسمشريزو ټاکنو ښاغلي اردوعان ۵۳ سلنه رایې تر لاسه کړې وې.

د ښاغلي اردوغان سیاسي مخالفان په ځانګړي ډول محرم اینجه خبرداری ور کړی چې هېواد یې د یوه نفر مطلقه حاکمیت خطرناک پړاو ته داخلېدونکی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption اروغان په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۳ سلنه رایې ترلاسه کړې وې

ورته مطالب