''یا مو وزن کم کړئ یا د پولیسو له دندې شړل کېږئ''

د هندي پولیسو یوه ځواک سرتېرو ته ویل شوي، چې یا به د بدن وزن کموي او یا ښايي دنده له لاسه ورکړي. د کرناټک احتیاط پولیس ځواک چې د 'کې، ایس، ار پي ' مخفف نوم ورکړل شوی، مشر بي بي سي ته وویل، په دغه ځواک کې د چاغو سرتېرو ډېرېدو اندېښمن کړی دی.
پولیس مشر بهاسکر راو زیاته کړه، دغه پرېکړه یې ځکه کړې، چې دا وروستیو کې د دوی د ځواک اړوند نژدې ۱۰۰ کسان د خوړو او څښاک ناسمو عادتونو اړوند ناروغیو له کبله مړه شوي دي.
د نړۍ له ډېرې ککړې هوا لرونکو ۲۰ ښارونو ۱۴ په هند کې دي
هند کې خلک سبزي ډېره خوري که غوښه؟
چارواکي وايي، د ځواک له سرتېرو او افسرانو سره به د خوراک، څښاک او ژوند تېرولو نورو عادتونو په تنظیم کې مرسته وشي. دغه ځواک چې ۱۴۰۰۰ کسان پکې دنده لري، د مهمو مراسمو پر مهال د امنیت خوندیتوب او د ګډوډۍ یا بلوا کنترول مسوولیت لري.
د ځواک لوړپوړو افسرانو ته ویل شوي، چې چاغ افسران معلوم کړي او د وزن کمولو لپاره د ورزش روزنه ورکړي. ښاغلي راو د بي بي سي هندي څانګې عمران قریشي ته وویل:
''موږ شپږ میاشتې مخکې د دوی وینه کې د خوږې څارل پیل کړل او له دندې د شړلو وروستی ګواښ هغو سرتېرو ته یو خبرداری دی، چې خپلې روغتیا ته پام نه کوي. ''
هندي پولیسو کې د وزن ډېروالی غیر عادي خبره نه بلله کېږي
ښاغلی راو زیاته کړه:
''تېرو ۱۸ میاشتو کې زموږ ۱۵۳ کسان مړه شوي دي. له دوی نه ۲۴ ترافیکي پېښو کې وژل شوي، نهو کسانو ځانونه وژلي او پاتې نور ټول د زړه ناورغیو یا شکرې ناروغۍ له کبله مړه شوي، چې دا ټول وزن ډېرېدو پورې تړلې ناروغۍ دي. ''
وروستي خبرداری د یوه امنیتي ځواک لپاره تر ټولو پیاوړی ګواښ بلل کېدای شي.
د چارواکو په وینا د وریجو، غوړو خوړو، تمباکو او الکولو استعمال او ورزش نه کولو له کبله د ځینې سرتېرو وزن ډېر شوی، چې اوس یې د مخنیوي لپاره د یوګا او لامبو په ګډون د یو شمېر ورزشونو روزنه ورکول کېږي.