تر اوبو لاندې خطرونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تر اوبو لاندې خطرونه

له دې خو نژدې ټول خبر یو، چې په سمندرونو کې پلاستيکي شیان هلته د ژوو پر ژوند څومره لوی اغېز لري، خو په دې اړه څومره خبر یو، چې ژوي په اوبو کې له غږونو څومره ځورېږي؟ تر اوبو لاندې د اوسېدونکو ژویو ژوند ته یوه لویه ستونزه، غږونو او شور ماشور پېښه کړې ده.

داسې چې کله بېړۍ تېرېږي او یا په اوبو کې د رغوونې کارونه وي نو سمندري ژوي له یو بل سره په ګرانه خبرې کوي. خو اوس سایسنپوهان لګیا دي او دې ستونزې ته حل پیدا کوي.