جورج کلوني د موټرسایکل ټکر کې ټپي شوی

جورج کلوني دا مهال د کچ ۲۲ په نوم ډرامې په ثبتولو بوخت دی د انځور حقوق PA
Image caption جورج کلوني دا مهال د کچ ۲۲ په نوم ډرامې په ثبتولو بوخت دی

د هالیووډ امریکایي ممثل جورج کلوني ایټالیا کې له یوه موټر سره موټرسایکل ټکر کړی او روغتون ته وړل شوی دی.

نوموړي د ایټالیا سردینیا ټاپو کې د "کچ ۲۲" تلوېزیوني ډرامې لپاره صحنې ثبتولې چې ټپي شو.‌

د نوموړي یوه استازي بي بي سي ته ویلي،‌ کلوني یوه "کوچنۍ پې‍ښه" کې ټپي شوی چې ‍په وینا یې ټپونه یې خطرناک نه دي او له سربېرنې درملنې وروسته له روغتونه وتلی دی‌.‌

پې‍ښه په ځايي وخت ګهیځ‌ اته بجې داسې مهال شوې چې کلوني د سردینیا ټاپو شمال کوسا کورالینا سیمه کې له هوټله د وتلو په حال کې و.‌

ځینې رپوټونه وايي، د کلوني پښه ټپي شوې ده.‌

۵۷ کلن کلوني په یاده ډرامه کې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د امریکا د هوايي ځواک د یوه قومندان "شایسکوف" رول لوبوي،‌ چې کیسه یې د لیکوال جوزیف هیلیر له ناول څخه اخیستل شوې ده.

جورج کلوني ولې خپلو ملګرو ته یو یو میلیون ډالر ورکړل؟

کلوني د بچیانو انځورونو له کبله مجله محکمې ته کشوي

په درېیو لسیزو کې د اوسکار د ستورو جامې

په پام کې ده چې څلورم انګلیسي تلوېزیون په ۲۰۱۹ کال دغه شپږ برخې ډرامه خپره کړي.

کلوني د ایټالیا شمال لایک کومو سیمه کې یو کور هم لري.‌

د انځور حقوق EPA
Image caption سیمه ییزو پولیسو پر سړک د کلوني د موټر سایکل د ټکر دا عکس خپور کړی

اټکل دی چې دی او کورنۍ یې د دغې ډرامې د ثبتولو پرمهال د سردینیا ټاپو سان تیودورو سیمې په فیلا سیمه کې اوسېږي.

خو دغه سینمايي ستوري له پېښې وړاندې شپه د صحنې ثبتولو څېرمه یوه هوټل کې تېره کړې وه.

د انځور حقوق PA
Image caption جورج کلوني او امل کلوني د ساسکس د ډوک واده کې ګډون کړی

جورج کلوني په ۲۰۱۴ کال د ایټالیا وینیس ښار کې له امل کلوني سره واده وکړ.‌

امل کلوني د بشري حقونو وکیله ده.‌

جورج کلوني د اوسکار جایزه هم ګټلې ده.‌

ورته مطالب