ډونلډ ټوسک: امريکا ډېر متحدين نه لري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټوسک د امريکا ولسمشر ته دا يادگېرنه هم وکړه چې په وينا يې پر امريکا د سپتمبر يولسمې له بريدونو وروسته اروپايي سرتېري په افغانستان کې وجنگېدل او قربانۍ يې ورکړې.

ولسمشر ټرمپ ناټو سرمشريزه کې گډون له خپل روسي سيال سره د کتنې پر تله سخت وباله او له شته نښو نښانو دا هم نژدې جوته ده چې ولې.

د اروپايي ټولنې د مشر ډونلډ ټوسک او ښاغلي ټرمپ ترمنځ د ناندريو پيل د ښاغلي ټرمپ يوۀ ټويټ وکړ.

نوموړي پر خپل ټوېټر پاڼې وليکل دا ډېره ناعادلانه ده چې امريکا د اروپا امنيت ساتنې لپاره ډېرې پيسې لگوي.

خو ښاغلي ټوسک پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کړې چې نژدې هره ورځ پر اروپا نيوکې کوي او ښاغلي ټرمپ ته يې په ځواب کې وويل امريکا بايد د خپلو متحدينو په قدر پوه شي ځکه اوس ډېر متحدين نه لري.

د اروپايي ټولنې مشر وويل "ښاغلى ولسمشر ټرمپ امريکا د اروپا پر تله نه کله ښه متحد لرلى او نه به يې ولري. اروپا نن پر دفاعي چارو له روسيې ډېر او له چين سره برابر لگښت کوي.

او ولسمشره کله چې ته ولسمشر پوتين سره په هېلسينکي کې گورې نو ښه ده چې پوشي څوک دې ستراتيژيک ملگرى دى او څوک دې ستراتېژيکه ستونزه."

ښاغلي ټوسک د امريکا ولسمشر ته دا يادگېرنه هم وکړه چې په وينا يې پر امريکا د سپتمبر يولسمې له بريدونو وروسته اروپايي سرتېري په افغانستان کې وجنگېدل او قربانۍ يې ورکړې.

"امریکا پر اروپايي توکو تعرفې لګولو سره خطرناکه لوبه کوي"

'د ټرمپ غوراوی د اروپا او امریکا پر اړیکو ناوړه اغېزه کولی شي'

ولسمشر ټرمپ د اروپا په لور له روانېدو وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې د ښاغلي ټوسک څرگندونو توند ځوابونه ورکړل.

نوموړي وويل چې هېواد يې ډېر متحدين لري خو داسې نشي کېداى چې له دوى ناوړه گټه پورته شي:

"اروپا يي ټولنه له موږ گټه پورته کوي. موږ تېر کال په سوداگرۍ کې څه د پاسه يونيم سل ميليارډ ډالر زيان وکړ او سربېره پر دې مو د ناټو ٧٠ سلنه لگښت ورکړ. څرگنده ده چې دا زموږ پر تله له هغوى سره ډېره مرسته کوي."

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر ټرمپ د اروپا په لور له روانېدو وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې د ښاغلي ټوسک څرگندونو توند ځوابونه ورکړل

د ناټو غړي هېوادونه بايد د خپلو ملي عوايدو دوه سلنه پر دفاعي چارو ولگوي او ولسمشر ټرمپ تل دا شکايت کړى چې دوى دا هدف نه پوره کوي.

ناټو کې ځينې سرچينې وايي د ناټو د غړو هېوادونو په خپلو کې د مالي لگښت د وېش رسمي هوکړه کړې خو دا لا نه ده جوته چې ولسمشر ټرمپ دغه متن چې د ناټو ډيپلوماټان ورباندې سلا شوي کتلى او که نه.

ورته مطالب