تايلنډ کې د خوښۍ لمانځنې
تايلنډ کې د خوښۍ لمانځنې
يو اسپانوی غوټه وهونکی چې تایلنډ کې يې له اوبو ډکې سمڅې د ۱۲ زلميانو ژغورنه کې مرسته کړې، وايي له ډارماټيکې ژغورنې مخکې یې دغو زلميانو ته د ارامۍ لپاره درمل ورکړی و. دوولس تنه زلمي فوټبال لوبغاړي او د دوی روزونکی ټولو روغتيايي حالت اوس ښه دی.
د نړۍ له لروبره کارپوهان راغونډ شوي وو، چې د دغو هلکانو ژرغونه کې له تايلندي چارواکو سره مرسته وکړي. بي بي سي له يو شمېر هغو کسانو سره غږېدلې چې د ژغورنې دې هڅو کې ښکېل وو.