"افغانستان کې روان تاوتريخوالى د اسلامي اصولو خلاف دی"

جده د انځور حقوق AFP
Image caption عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي د سعودي پاچا سلمان د افغانستان په تړاو د جوړې شوې غونډې له گډونوالو ته ویلي: ستاسو پر تله بل هېڅ څوک ډېر د دې وړ نه دي چې مسلمانانو او اسلام ته خدمت وکړي

عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي د سعودي پاچا سلمان د افغانستان په تړاو د جوړې شوې غونډې له گډونوالو سره په جده کې وکتل او هغو ته يې وويل ستاسو پر تله بل هېڅ څوک ډېر د دې وړ نه دي چې مسلمانانو او اسلام ته خدمت وکړي، مسلمانان په يوه خوله کړي، يو موټى يې کړي او اسلامي نړۍ کې جگړې او د ترهگرۍ مصيبت له منځه يوسي.

د ورځپاڼې په وينا پاچا سلمان دغو ديني عالمانو ته چې د افغانستان په تړاو سعودي کې جوړې شوې غونډې کې يې گډون کړى ويلي" موږ خوشبينه يو چې ستاسو هلې ځلې به د افغانستان په تړاو د يوې نوې پاڼې په پرانيسته کې مرسته وکړي، چې په دې توگه د سولې او ثبات راوستو په اړه د افغانانو هيلې پوره شي.

پاچا سلمان دا هم ويلي چې دې موخې ته رسېدو لپاره خبرو اترو، پخلاينې او زغم ته اړتيا ده، ټيک هماغسې چې اسلام يې لارښوونه کوي.

ورځپاڼه په پاى کې د غونډې اعلاميې ته په اشاره کوي او وايي د اعلاميې ټينگار په دې و چې افغانستان کې روان تاوتريخوالى او د بې گناه خلکو وژل د اسلامي اصولو خلاف دي.

عبدالله الطاهر د اسلامي هېوادونو د ټولنې سر سلاکار ورځپاڼې ته ويلي دا غونډه د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا په لارښوونه جوړه شوې وه اوس به د غونډې اعلاميه بېرته دغې شورا ته وړاندې کېږي او دا شورابه به بيا ياده اعلاميه او د راتلونکي گام په تړاو خپل وړانديزونه د اسلامي هېوادونو د ټولنې سرمشريزې ته وړاندې کوي.

وال سټريټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي چې ناټو افغانستان کې د روزنې او سلامشورو خپل ماموريت پراخوي او په عراق کې هم يو ورته نوى ماموريت پيلوي.

د ورځپاڼې په وينا ټاکل شوې نن ناټو افغانستان کې تر ٢٠٢٤م کال پورې د خپل ماموريت د غځولو اعلان وکړي او دوه داسې نور هېوادونه هم پر دغه اېتلاف ور گډ کړي چې د ناټو غړي نه دي.

ورځپاڼه وايي قطر په دغه ماموريت کې نوى شاملېږي خو عربي امارات بيا وړاندې افغانستان کې د امنيت ساتنې د ملاتړ نړيوال ځواک غړى و چې د ٢٠١٤ م کال پورې يې جگړييز ماموريت پر مخ بيوۀ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عوامي نشنل گوند مشر اسفنديار ولي: را روانې ټاکنې به رڼې او د باور وړ نه وي ځکه دا گوند په نښه کېږي.

اېکسپرېس ټريبيون:

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په پېښور کې د عوامي نشنل گوند پر غړو شوي وروستي بريد په تړاو خپاره کړي مطلب کې د عوامي نشنل گوند مشر اسفنديار ولي څرگندونې راخيستي چې وايي را روانې ټاکنې به رڼې او د باور وړ نه وي ځکه دا گوند په نښه کېږي.

په پېښور کې د شوي وروستي بريد مسووليت پاکستاني طالبانو منلې چې په کې د عوامي نشنل گوند د يوې وتلې څېرې هارون بلور په گډون لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او د دغه گوند لسگونه نور غړي ژوبل شول.

خو اسفنديار ولي ويلي دا سمه نه ده چې ووايو بريدگر د طالبانو د غورځنگ غړى و. که څه هم نوموړي چا ته د پړې گوته و نه نيوله خو وې ويل زه پر اصلي بريدگرو غږ کوم چې که زړور دي نو مخې ته دې راشي له شا لوري دې گوزار نه کوي.