د بنګړیوالو بې بنګړیو لاسونه

د دوبي په سخته ګرمۍ کې د حیدراباد ښار چوړي پاړې سیمه رانژدې کېدو سره، لارې، کوڅې نورې نرۍ کېدې او په سر خلاصو چریو کې د کیمیايي موادو او کثافاتو بدبويي هم راسره په څنګ تله. د سیمې اوسېدونکو مې لاسونو کې کمره ولیده او ډله ډله راسره تر څنګ روان شول.
هلته مې نظیره زاهد ولیده. د دغې ښځې لاسونو ته مې پام شو، چې هره ورځ نژدې ۱۰ ساعته د بنګړیو په تولید تېروي، خو خپل لاسونه یې له بنګړو تش وو، چې پوښتنه مې ترې وکړه، ځواب یې دا و، چې بازار کې بنګړي ګران بیه دي او کله نا کله یې پېرلو ته زړه ښه کولای شي.
نظیره وايي، ۲۵ کاله کېږي، چې بنګړي جوړوي. هغه وايي د ۳۵۰ بنګړیو مزدوري ۱۰ روپۍ ورکول کېږي. دوی د ۳۵۰ بنګړیو ټولګې ته 'توړه ' وايي او دغه ښځې وايي، په ورځ کې ۱۰ توړې بنګړي جوړوي، چې ۱۰۰ روپۍ مزدوري یې ورکول کېږي.
بنګړي له کارخانې تر بازاره له پنځو پړاوونو تېرېږي او ویل کېږي، چې د ۳۵۰ بنګړیو لګښت تر ۲۰ روپیو رسېږي، چې بازار کې یې بیا بیه ۱۲۰ روپیو ته رسېږي.
د چوړې پارې سیمې کورونو کې مو دغه ټول پړاوونه ولیدل، چې صدايي، جړايي او داسې نور نومونه ورکړل شوي دي. په یوه کور کې مو کوچنۍ بټۍ ولیده، چې بنګړي په کې پخېدل او څنګ ته یې بل کور کې د اور پر کوچنیو لمبو غوټه کېدل.
د بنګړیو جوړولو دغه ټول کارونه خورا سخت دي، ځکه نژدې ټول سروکار یې د اور له لمبو سره دی، چې له کبله یې دغو کارخانو کې د حرارت درجه ۵۰ ته رسېږي او کارکوونکي په همدې حالت کې کرۍ ورځ کار کوي.
دغې سیمې ته شکیله خان بوتلم، چې د ښځینه کارکوونکو د فدراسیون سکرتره ده. له نظیرې مې وپوښتل، چې که کومه بله دنده ومومي، د بنګړیو جوړول به پرېږدي؟
'' موږ ټول عمر دغه مزدوري کړې، له دې وروسته بل کار نه شو کولای ''
شکیله وايي، د اور لمبو د دې کارګرو ښځو د ګوتو پوټکی دومره ځله سوځلی وي، چې کله دوی د رسمي اسنادو جوړولو ته اړتیا لري، نو شپږ میاشتې انتظار کوي، چې د لاسونو ګوتې یې پوټکی ونیسي.
شکیله وايي:
''که کومه پېښه کېږي یا د پرلپسې ګرمۍ او له ستوني د کیمیايي موادو تېرېدو له کبله ناروغۍ رامنځته کېږي، د کارخانو څښتنان یا سوداګر هېڅوک هم مرستې ته نه راځي. ''
هغه زیاتوي، چې ' 'اوس تر څه حده عامه پوهاوی ډېر شوی دی او دغه کارګرې ښځې له خپلو حقونو خبرېږي او اوس چې هېواد کې ټولټاکنې کېدونکې دي، نو زموږ لپاره مناسب فرصت دی، چې خپله خبره تر چارواکو ورسوو. ''
یوه بله کارکوونکې جمیله وايي، ''د کارخانو څښتنانو شتمنۍ ورځ تر بلې ډېرېږي، خو که مزدوران د یوې توړې جوړولو بدل کې د اته انې یا یوې روپۍ مزدوري زیاتولو غوښتنه وکړي، مالکان یې ردوي. ''
د حیدراباد چوړې پاړې دغې سیمې اوسېدونکو تقریباً ټول کورني غړي د بنګړیو جوړولو په کار بوخت دي. دوی وايي، ماشومان یې چې په ښه بد پوهېږي، د بنګړیو جوړولو هنر ور زده کول کېږي او لږ وروسته ښوونځي ته د تلو پر ځای د بنګړیو کارخانو ته مخه کوي.
زه چې له دغې سیمې ستنېدم داسې احساس مې کاوه، چې دغه نازک بنګړي نه دي، بلکې درنې ځولنې دي، چې د سیمې اوسېدونکو لاسونه او پښې یې د پرمختګ نه د مخنیوي لپاره ځولانه کړي دي.