عکاس چې تر کروات لوبغاړو لاندې خښ شو

د انځور حقوق YURI CORTEZ/AFP
Image caption د کرواتیا لوبډلې غړو له دویم ګول وروسته د خوښۍ په حال کې تر پښو لاندې عکاس و نه لید

راځئ! له لومړي سره به کیسه ولولو، چې څنګه د کرواتیا لوبډلې له دویم ګول وروسته روسیه کې د ۲۱۰۸ فیفا نړیوال فوټبال جام پایلوبې ته لار وموندله.

د انځور حقوق Getty Images

کروات لوبغاړو د انګلستان خلاف له دویم ګول وروسته، چې دوی یې په دغه نیمه پایلوبه کې بریالي کړل په لوژنیکي لوبغالي کې هغه لور ته منډه کړه، چې معمولاً عکاسان پکې د لوبې بهیر عسکونه اخلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کورتز د کرواتیا لوبغاړو عکسونه اخلي

یوري کورتز د فرانسې خبري اژانس یو عکاس دی، چې د لوبې عسکونه یې اخیستل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عکاسان معمولاً په لوبغالي کې د کېناستو لپاره مناسب ځای خوښوي

کورتز له 'رایټ ' ورځپاڼې سره لنډه مرکه کې ویلي، لوبغاړي یې ولیدل، چې د ده لور ته ورځي او له پېښې یې د ځان ژغورنې لپاره د کمرې لینس مخکې کړ.

د انځور حقوق YURI CORTEZ/AFP
Image caption نوموړي د کمرې وایډ انګل وکاراوه، چې لوبغاړو غوره عسکونه تر لاسه کړي.

هغه وايي: ''یوه شېبه مې احساس وکړ، چې څوکۍ مې نسکوره شوه، خو بیا هم عکسونه اخیستل ''

د انځور حقوق YURI CORTEZ/AFP
Image caption لوبغاړي د ګول په خوښۍ کې هیجاني خوښي ښيي

وروسته کورتز ته د لوبغاړو پام شو، چې لومړي سر کې یې پرې د خپل ۱۲ ملګري ګومان کړی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption عکاس ته د لوبغاړو پام واوښت او د حال پوښتنه یې ترې وکړه، چې خوږ شوی خو نه وي.

همدلته د انګلستان پر وړاندې د کرواتیا لوبډلې د بري په کیسه کې د فرعي شخص په توګه د کورتز کیسه پای ته ورسېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption کورتز به د نړیوال جام دغه شېبې تر ډېره نه هېروي.

د کورتز د شهرت شېبې، چې د کورتز همکارو عکاسانو د خپلو کمرو مخونه د هغه پر لور واړول.