د جاپان ستر بانکونه له ایران سره راکړه ور کړه 'ځنډوي'

. د انځور حقوق Getty Images

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د میتسوبیشي او میزوهو مالي ډلې به پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له دغه هېواد سره بانکي راکړه ورکړه وځنډوي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "مایک پمپیو" هم د امریکا له متحدانو غوښتي چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو ملاتړ وکړي.

رویټرز وايي، میتسوبیشي خپلو پېردونکو ته خبرداری ور کړی چې له ایران سره مالي راکړه ورکړه به یې د راتلونکې نومبر میاشتې له څلورمې بنده شي او که په دغه زماني واټن کې کوم بدلون پېښ شو، خپل مشتریان به پرې خبر کړي.

میزوهو بانک هم تېره ورځ رویټرز ته ویلي، دوی به د ایران پر وړاندې ورته پرېکړه وکړي.

* له افغانستانه ایران ته د ډالرو قاچاق

* "د طالبانو تر ټولو غوره جنګیالي ایران روزي"

* ټرمپ د ایران په اړه اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې

د روان کال په مې میاشت کې د امریکا ولسمشر "ډونلډ ټرمپ" خپل هېواد له ایران شوي له شوې اټومي هوکړې بهر او ویې ویل، په ۲۰۱۵ کال کې له دغه هېواده لیرې شوي بندیزونه به بېرته پرې ولګېږي.

د امریکا دولت ویلي، خوراکي توکي او درمل پر ایران لګېدلو بندیزونو کې نه راځي، خو په دې اړه چې دغه معافیت به څنګه عملي کېږي، څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "مایک پمپیو" پر خپله ټوېټر پاڼه، هېوادونه پر ایران د امریکا له لګول شویو بندیزونو ملاتړ ته ور بللي دي:

"موږ د امریکا له شریکانو او متحدانو غواړو چې پر ایران د اقتصادي فشارونو له کمپاین سره یو ځای شي. موږ باید ټولې هغه لارې بندې کړو چې د ایران رژیم ترې د ترهګرۍ او د نیابتي جګړو د ملاتړ لپاره ګټه اخلي. "

بانکي تحریمونه په دې مانا دي چې ایران ته به د خپلو صادراتو په ځانګړي ډول د نفتو عواید په اسانۍ په لاس ور نه شي او تر څنګ به یې ایراني واردوونکي په بهرنیو مالي معاملو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

تېره ورځ د امریکا د مالیې وزیر "سټیو منوچین" د امریکا له خوا پر ایران د بندیزونو د لګولو پر سیاست ټینګار وکړ.

ورته مطالب