'نااشنا غونډه؛ پاکستان د درې نورو څارګرو ادارو کوربه دی'

. د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون د نا اشنا غونډه، پاکستان د روسیې ایران او چین د څارګرو ادارو د مشرانو کوربه دی، تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه ليکي چې د يادو هېوادونو د څارګرو ادارو مشرانو د سيمې د وضيعت او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش ډلې په فعالیتونو غږېدلي دي.

د ورځپاڼې په ټکیو، رسمي سرچينو ورته ويلي دي، څلور واړو هېوادونو په ګډه پر هغو ممکنه اقداماتو په تفصيل خبرې کړي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د پلويانو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره به يې کوي.

د ورځپاڼې په خبره، د دوی دا کار د کوم بل هېواد په ضد نه دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوست ورځپاڼې بيا د امريکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ پرونۍ خبرو ته اشاره کړې او ليکلي یې چې ښاغلی ډونالډ ټرمپ د روسيې ولسمشر سره ښو اړيکو ته لېواله دی.

خو ورځپاڼه پوښتنه کوي چې پوتين سره د ولسمشر ټرمپ ښې اړيکې به امريکا ته په څه بيه تمامې شي؟

ټرمپ تېره ورځ ويلي وو چې د روسيې ولسمشر پوتين يې دوښمن نه دی او هيله لري له هغه سره ښه دوستي ولري.

ډیپلوماټ مجله

ډيپلوماټ مجلې ليکلي، سويلې کوريا په پام لري چې له هوا توغول کېدونکی کروز ډوله توغندی جوړ کړي.

تمه ده دا توغندی له kfx ډوله جيټ الوتکې وتوغول شي، البته دا الوتکه لا هم نه ده جوړه شوې.

دا ډول جيټ الوتکه د سويلې کوریا او اندونيزيا په ګډې ۱۵ ميليارده ډ‌الري پانګونې جوړېږي چې په ۲۰۲۶ ز کال کې به کارولو ته چمتو شي.

انډيپنډينت ورځپاڼه

انډيپنډينت ورځپاڼې د هغه افغان په اړه مطلب خپور کړی چې له جرمنې افغانستان ته راغلی و او دلته يې له راستنېدو وروسته ځان وژنه کړې ده.

ورځپانه ليکي چې له دې پېښې وروسته د جرمني د کورنيو چارو وزير د استعفا کولو غوښتنې ډېرې شوې دي.