برتانیا ته د ډونلډ ټرمپ سفر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برتانیا ته د ډونلډ ټرمپ سفر

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، په بریتانیا کې دی او نن یې د سفر دوهمه ورځ ده. دا یې له هغه راهیسې چې واک ته رسېدلی دی، برتانیا ته لومړی رسمي سفر دی. لکه تل دا ځل یې هم د زړه خبرې له ځان سره و نه ساتلې. پرون یې د سیاسي پروتوکول خلاف، په ښکاره د بریتانیا پر لومړۍ وزیرې ټېریزا مې نیوکه وکړه.

له یوې ځايي ورځپاڼې سره یې په مرکه کې وويل چې د مېرمن مې لخوا د اروپايي ټولنې د راوتو نوی پلان، ښايي له امریکا سره د دوی پر سوداګریزو اړیکو اغېز وکړي. خو نن سهار، یې لهجه یو څه نرمه وه او وايي له بریتانیا سره دواړه اړخیزه سوداګرۍ ته په تمه دی.

د بریتانیا حکومت ټینګار کوي چې د ښاغلي ټرمپ سفر ښه روان دی. دا په داسې حال چې د دې هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ډانلډ ټرمپ پر ضد مظاهرې روانې دي. زرګونه خلک سړکونو ته رواتلي دي، وړاندې يې داسې یوه لویه نانځکه هم په هوا کړې وه چې د ټرمپ مخ يې پرې جوړ و، ځان يې د ماشوم وه چې نېکر یې پرې اغوستى و.

اټکل دا دی چې د ورځې په اوږدو کې به نور خلک هم له مظاهره کوونکو سره یو ځای شي. له اروپايي ټولنې د برتانيا د وتلو په اړه د ښاغلي ټرمپ نیوکې، ډېر خلک حیران کړي دي. ډېر خو لا اوس د امریکا او بریتانیا ترمنځ د ځانګړو اړیکو خبره د پوښتنې وړ بولي. له هغه راهیسې چې ښاغلی ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تللی دی، له معمول دېپلوماتیک کلتور خلاف ډېر ښکاره غږېږي.