د برتانیا ملکې د امریکا له کومو ولسمشرانو سره لیدلي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د برتانیا له ملکې دویمې الیزابت سره ولیدل.

ملکه الیزابت چې له ۶۶ کلونو راهیسې د برتانیا د سلطنت پر ګدۍ ناسته ده، په دغه مهال یې لېنډ بي جانسن او ډونلډ ټرمپ پرته د امریکا له ټولو ولسمشرانو سره رسمي لیدلي دي. د ټرمپ سره د ملکې دا لیدنه بې تشریفاتو وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ملکه الیزابت پر ۱۹۵۷ کال سپینه ماڼۍ کې د مېلمستیا پر مهال له ولسمشر ایزنهاور سره. ایزنهاور د وړتیا هغه نښه هم په غاړه کړې ده چې جورج شپږم له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ور کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ملکه الیزابت او شهزاده فلیپ پر ۱۹۶۱ کال باکېنګهم کې له جان ایف کنېډي او جاکلین کنېډي سره.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ملکه الیزابت او د برتانیا لومړی وزیر ایډوارډ هیت پر ۱۹۷۰ کال په چکرز کې ( له لندن بهر د برتانیا د لومړي وزیر استوګنځي کې) د امریکا د ولسمشر ریچارډ نېکسن او د هغه له مېرمنې پېټ سره.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د امریکا ولسمشر جرالډ فورډ پر ۱۹۷۶ کال سپینه ماڼۍ کې د خپل هېواد د خپلواکۍ لمانځلو مراسمو کې له ملکې سره ګډ نڅېږي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

ملکه پر ۱۹۷۷ کال له جیمي کارټر سره په باکېنګهم ماڼۍ کې د مېلمستیا پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ملکه پر ۱۹۸۲ کال د وینډزور ماڼۍ شاوخوا ځمکو کې د امریکا د ولسمشر رونالډ رېګڼ رسمي سفر کې د سپرکارۍ پر مهال.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ملکه الیزابت پر ۱۹۹۱ کال واشنګټن کې له پلار جورج بوش سره

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

بېلن کلېنټن او مېرمن یې هېلیري پر ۲۰۰۰ کال باکېنګهم ماڼۍ کې له ملکې سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

زوی بوش پر ۲۰۰۷ کال امریکا ته د شپږ ورځني سفر پر مهال د ملکې هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ملکه الیزابت او شهزاده فلېپ پر ۲۰۱۱ کال باکېنګهم ماڼۍ کې په مېلمستیا سره د بارک اوبما او د هغه د مېرمنې مېشل اوباما هرکلی وکړ. ښاغلی اوباما د دوو ورځو لپاره د برتانیا رسمي سفر درلود.