فرانسې مون بلان څوکې ته ختل منع کړل

ر د انځور حقوق AFP
Image caption مون بلان د الپ غرونو لړۍ تر ټولو جګه څوکه ده.

د فرانسې حکومت د دغه هېواد تر ټولو لوړې څوکې مون بلان ته د غر ختونکو پر ختلو بندیز ولګاوه.

دا بندیز نن د جولای پر ۱۴ پیل شو. د بندیز دلیل هم په غره کې ډېره ګڼه ګوڼه بلل شوې ده.

دا بندیز به یوه اونۍ روان وي. مون بلان د الپ غرونو لړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده.

یو فرانسوی چارواکی وایي، دا بندیز د غر ختونکو د امنیت، بیروبار کمولو او ککړتیا مخنیوي لپاره ګټور دی.

دمګړۍ یوازې هغه غر ختونکي مون بلان ته د ختلو چانس لري چې موده وړاندې یې دغه اجازه ترلاسه کړې ده.

وروستیو کلونو کې ډېرو خلکو په مون بلان کې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

فرانسوي چارواکي وايي، دغو سیلانیانو له تجربې او وسایلو پرته د دغه غره څوکې ته د ختلو هڅه کړې ده.

هغوی زیاتوي، راتلونکو اتو ورځو کې یوازې هغه غر ختونکي دې څوکې ته ختلی شي چې لا د مخه یې په غرنیو پنډغالو کې د پاتېدلو اجازه ترلاسه کړې ده.

مون بلان ۴۸۱۰ متره لوړ دی.

کال مخکې ۱۴ کسان دې څوکې ته په ختلو کې مړه او دوه نور ورک شول.