د استرالیا مرګونی ښار چې له نقشې ایستل شوی

. د انځور حقوق FAIRFAX MEDIA/GETTY IMAGES
Image caption په ۱۹۶۶ کال کې د استرالیا دولت د ویټنوم ښار د کانونو پر کیندنه بندیز ولګاوه

د استرالیا په لوېدیځ کې داسې یو ښار شته چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د یوه ښار په توګه خپل ځایځایکی له لاسه ور کړ او رسماً له نقشې و ایستل شو.

دغه ښار ويټنوم نومېږي او د استرالیا په لوېدیځ کې پروت دی، چې د ناسوځ مالوچو چې په انګلیسي کې یې Asbestos بولي، طبیعي کانونه لري.

د دغه ښار په اړه ویل کېږي چې په ناسوځ مالوچو ککړه هوا یې د سږو پر سرطان د اخته کېدو لامل کېږي.

ناسوځ مالوچ په طبیعي ډول د کاني بړستنو یا ډبرو په بڼه موندل کېږي. دغه مواد د ګرمۍ او یخنۍ پر وړاندې مقاومت کوي، د نه سوځېدونکو موادو په توګه کارول کېږي.

* استرالیا کې ګرمه هوا؛ موټر سړکونو کې نښتي

* غان؛ استرالیا کې د افغانانو یاد

* د عکسونو البوم: د استرالیا پراخې کروندې

د دغه ښار زرګونو اوسېدونکو او لیدونکو د ناسوځ مالوچو د ککړې هوا تر تنفسولو وروسته ژوند بایللی دی.

پر سرطان د اخته کېدو نښې نښانې ښايي له ناسوځ مالوچو سره تر تماس لسیزې وروسته څرګندې شي.

په ۱۹۶۶ کال کې د استرالیا دولت د ویټنوم ښار د کانونو پر کیندنه بندیز ولګاوه ، اوسېدونکي یې نورو ښارونو ته وکوچېدل او ودانۍ یې نړېدلې دي.

کم شمېر کسان لا هم په دغه ښار کې هستوګن دي.

د انځور حقوق WESTERN AUSTRALIA GOVERNMENT
Image caption د سړک غاړې دړې لارویانو ته وايي، ویټنوم ښار ته تلل بې خطره نه دي

د سړک غاړي دړې لارویانو ته دغه پرېښودل شوي ښار ته د نه ورتګ خبره کوي، خو هغه ویډیوګانې چې په وروستیو کلونو کې پر انټرنټ خپرې شوې، ښيي چې خلک د سرک پر سر د دړو خبرداریو ته چندان پام نه کوي.

استرالیايي چارواکو اوس دغه ښار ته د ګرځندویانو په ورتګ اندېښنه ښودلې او روانه اونۍ یې په یوه خبرپاڼه کې ویټنوم ته تلونکو کسانو ته خبرداری ور کړی دی.

خلکو ته د استرالیا د دولت سپارښتنه دا ده چې " فکر مو وي، چې ویټنوم ته لاړ نه شئ"

اړونده مطالب

ورته مطالب