سعودي: له سندرغاړي غېږ تاووونکې مېرمن پولیسو نیولې

. د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

په سعودي کې یوه مېرمن پولیسو په دې تور ونیوله چې د دریځ سر ته پورته شوه او له سندرغاړي یې غېږ تاوه کړه.

عراقي الاصله سعودي سندرغاړي ماجد المهندس د سعودي د لوېدیځ ښار طیف په یوه فیسټیوال کې سندرې ویلې چې یوه مخ پټې او پوښلې مېرمن دریځ ته ورپورته شوه او هغه یې په غېږ کې کلک ونیوه.

پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې امنيتي کسان هڅه کوي یاده مېرمن د سټېج له سره کښته کړي، خو هغې ځان پر سندرغاړي پورې کلک نښلولی وي.

امنیتي کسانو تر څو ثانیو وروسته یاده مېرمن له سټېجه کښته کړې او له صحنې یې ویستلې ده.

* ''سعودي کې مې د ټکسي چلول ارمان و''

* پنځه شیان چې سعودي کې یې مېرمنې له سړیو پرته نشی کولی

* سعودي عربستان ولې 'اووه ښځینه فعالانې نیولې'

ښځې سعودي کې اجازه نه لري چې له محرمو کسانو پرته نورو نارینه وو سره په عامه ځایونو کې یو ځای شي.

ښاغلي مهندس چې په خپله ویب پاڼې کې ځان ته د "عربو شهزاده سندرغاړی" وايي، د پېښې په اړه يې هیڅ ونه ویل او له دې پېښې وروسته یې خپلو سندرو ته دوام ورکړ.

پولیسو د سعودي مخکښې ورځپاڼې عکاظ او ایفي خبري اژانس ته ویلي، یو څارنوال به د جنسي ځورونې په تړاو له دې ښځې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

د یادې مېرمنې هویت رسنیز شوی نه دی.

سعودي عربستان د شراب څښلو، د حجاب اغوستلو، د ښځو او نارینه وو جلا ساتلو په تړاو کلک اخلاقي قانون لري.

په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې په عامه ځایونو کې یو شمېر بندیزونه له تېر کال راهیسې لغوه شوي دي.

سعودۍ مېرمنو اجازه ومونده چې کنسرټونو او حتی د فوټبال لوبې لیدلو ته لاړې شي.

له تېرې یوې میاشتې هغوی همدارنګه کولی شي په ښارونو کې موټروانې وکړي.

Image caption سعودي کې یوه میاشت وړاندې ښځو رسما د موټر چلولو اجازه تر لاسه کړه

ورته مطالب