د پاکستان ټاکنې: مهم سیاسي ګوندونه

په پاکستان کې له اساسي قانون سره هر پنځه کاله وروسته ټول ټاکنې کېږي، اوس په ۲۰۱۸م عیسوي کال کې ددغو ټول ټاکنو لپاره د ۲۵مې جولای ورځ ټاکل شوې ده. په دغه هیواد تر یو سل او شل زیات سیاسي ګوندونه دي، خو د ټاکنو کمیسیون یو سل او اووه ګوندونه د ۲۰۱۸م کال د ټول ټاکنو لپاره وړ بللي دي.

په دغه هیواد کې تراوسه درې لوی او مرکزي ګوندونه بلل کېږي او پاتې نور يې بیا په بېل بېل سیمو کې فعاله او سیمه ييز ګوندونه بلل کېږي. د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې په نامه ګوند تېر پنځه کاله په واکمنۍ کې و، چې د ۲۰۱۳م عیسوي کال ټاکنو کې يې تر ټولو ګوندونو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې وې. تردې وړاندې له ۲۰۰۸م عیسوي کاله بیا تر ۲۰۱۳م پورې د پاکستان پيپلز ګوند په واک کې و. یاد ګوند چې د مسلم لیګ نواز ډلې په وروستۍ واکمنۍ کې په اپوزیسيون کې و، دویم لوی ګوند ورسره د پاکستان تحریک انصاف ګوند و.

پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې اوس په زندان کې دی

د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهبازشریف دی، چې د پاکستان سترې محکمې يې مشر ورور نوازشریف د درغلۍ په تور لومړی د لومړي وزیر له څوکۍ لرې کړ، وروسته يې د ګوند له مشرۍ هم نااهله کړ او اوس له خپلې لور مریم نواز او زوم صفدر سره هر یو یوولس کاله، اته کاله او یو کال په بند محکوم شوي. یاد ګوند چې ريښې يې په پنجاب کې دي، اکثره يې په پنجاب کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې دي. د اوسنیو ټاکنو لپاره د یاد ګوند په مقابله کې هملته په پنجاب کې پاکستان تحریک انصاف او پيپلزګوند هم لستوڼي رانغښتي او هڅه کوي، چې د یوه بل پرتله زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي.

پاکستان پيپلز ګوند

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري

پاکستان پيپلز ګوند چې بنسټګر يې د پاکستان پخوانی په دار شوی لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو دی، وروسته يې د ګوند واګې د هغه لور او د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو په لاس کې واخیستې. اوسنی مشر يې د اغلې بوټو زوی بلاول بوټو زرداري دی. یاد ګوند چې تل يې په سیند ایالت کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې، تل يې په سیندیانو واکمني کړې او د مسلم لیګ نواز ډلې په مقابله کې تر اوسه په مرکز کې بیا بیا تر ټولو زورور ګوند پاته شوی.

پاکستان تحریک انصاف

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان

د پاکستان د پخواني کرکټر عمران خان ګوند تحریک انصاف دی، چې لومړی ځل يې د ۲۰۱۳م کال په ټول ټاکنو کې په خیبرپښتونخوا کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې او هملته تېر پنځه کاله په واک کې پاته شو. یاد ګوند له دې سره ځينې څوکۍ له پنجاب او سیند ایالت څخه هم ترلاسه کړې او تېر پنځه کاله په مرکز کې د اپوزیسيون دویم لوی ګوند و. که څه هم یاد ګوند د مسلم لیګ نواز او پيپلز ګوند په څېر ډېر پخوانی ګوند نه دی، خو د ۲۰۱۳ کال ټول ټاکنو کې په یادو دوو ګوندونو پسې په درېیم ځای و.

د پاکستان په سیاست کې له یادو دریو مهمو ګوندونو سره د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې ملتپال او مذهپبال ګوندونه هم فعاله دي، چې پکې دوه ملتپال او یو مذهبپال ګوند دی.

عوامي نېشنل ګوند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عوامي نېشنل ګوند اسفندیار ولي خان

د عوامي نېشنل ګوند مشر پښتون ملتپال سیاستوال اسفندیار ولي خان دی، چې تر ډېره يې زیاتې څوکۍ په خیبرپښتونخوا ایالت کې ترلاسه کړې دي. له ۲۰۰۸ عیسوي کاله بیا تر ۲۰۱۳م پورې په خیبرپښتونخوا کې په واک کې و او همغه مهال په مرکز کې د پيپلزګوند ملګری و. د پاکستان مېشتو پښتنو لوی ګوند بلل کېږي، چې له ۲۰۰۸ بیا تر ۲۰۱۳ واکمنۍ کې يې پخواني سرحد ایالت ته د خیبرپښتونخوا نوم ورکړ.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند

Image caption محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی دی، چې په تېر حکومت کې يې په بلوچستان ایالت کې له دوو نورو ملګرو ګوندونو سره شاوخوا څلور نیم کاله واکمني وه. یاد ګوند چې تر ډېره يې د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو څوکۍ ترلاسه کړې، که په خیبرپښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند د پښتنو لوی ملتپال ګوند بلل کېږي، نو په بلوچستان کې بیا دغه ځای پښتونخوا ملي عوامي ګوند نیولی دی.

جمعیت علماء اسلام

پاکستان ټاکنې د انځور حقوق AFP
Image caption مولانا فضل الرحمان د جمعیت علماء اسلام ف مشر

د جمعیت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان دی، چې د پاکستان په سیاست کې تر ټولو لوی مذهبپال ګوند بلل کېږي. د یاد ګوند رېښې تر ډېره له خیبرپښتونخوا سره سره په بلوچستان کې هم دي. یاد مذهبپال ګوند له ۲۰۰۲ بیا تر ۲۰۰۸ پورې هغه وخت چې مذهبپال ګوندونه د متحده مجلس عمل تر بېرغ لاندې یو ځای و، د اپوزیسيون لوی ګوند و. اوس د ۲۰۱۸م ټاکنو لپاره یاد ګوندونه یو ځل بیا د متحده مجلس عمل برخه ده، چې پکې د پاکستان شاوخوا ټول مذهبپال ګوندونه سره یو شوي دي.

جماعت اسلامي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سراج الحق د جماعت اسلامي اوسنی مشر دی

جماعت اسلامي په مذهبپالو پاکستانيو ګوندونو کې دویم لوی ګوند بلل کېږي، چې اوس يې مشر سراج الحق دی.

یاد ګوند په خیبرپښتونخوا ایالت کې له پاکستان تحریک انصاف سره په واک کې و.

د ۲۰۱۸م کال ټول ټاکنو لپاره جماعت اسلامي هم له جمعیت علما اسلام ف او نورو مذهبپالو ګوندونو سره په ګډه د متحده مجلس عمل تر بېرغ لاندي په ټاکنو کې برخه اخلي

اړونده مطالب

ورته مطالب