ټرمپ: اروپايي ټولنه مو سوداګرۍ کې دوښمنه ده

ر د انځور حقوق EPA

د امریکا ولسمشر اروپايي ټولنه په سوداګرۍ کې خپله دوښمنه وبلله.

هغه روسیه او چین هم په سوداګرۍ کې د امریکا دوښمنان وبلل.

ډونلډ ټرمپ له سي بي اېس تلوېزون سره خبرو کې وویل، اروپايي هېوادونه له امریکا کار اخلي، خو د ناټو لګښت په غاړه نه اخلي.

* د ټرمپ توند دریځ اروپايي مشران اندېښمن کړي

* اېف بي ای د ډونلډ ټرمپ د وکیل د کور او دفتر سندونه یووړل

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "سوداګرۍ کې هغوی له موږ کار اخلي، ډېری یې په ناټو کې دي، خو ناټو کې خپل لګښت نه پرې کوي. لکه المان چې ډېرې ستونزې ور سره لرو".

د دې خبرو په غبرګون کې د اروپايي ټولنې د جرګې مشر ډونلد ټوسک په ټوېټ کې ولیکل:

"امریکا او اروپايي ټولنه خپلو کې ډېر ښه ملګري دي. څوک چې وايي، موږ یې دوښمنان یو، د درواغو خبرونو خپروي".

له پوتین سره لیدنه

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ او پوتین نن سره ګوري

ډونلډ ټرمپ له سي بي اېس سره مرکه کې زیاته کړې، چې د روسیې له ولسمشر سره له لیدنې "ډېره هیله" نه لري.

ټاکلې ده د دواړو هېوادونو مشران د دوشنبې په ورځ د فنلېنډ پلازمېنه هېلسنکي کې سره وګوري.

دا لیدنه په داسې مهال ده چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې د هېک کولو له امله ۱۲ روسان مجرم بلل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې ۱۲ امنیتي کسانو پرضد د امریکا د جرم له اعلان وروسته وویل، هیڅ داسې سند نشته چې له هېک کولو سره د دې کسانو اړیکه وښيي.

* د ډونلډ ټرمپ هوش کچه څومره ده؟

* د ټرمپ او پوتین لیدنه: څوک به څومره ګټه وکړي؟

ډونلډ ټرمپ وايي د دې ۱۲ کسانو مسله به له پوتین سره په خبرو کې یاده کړي او هیله یې وښوده چې یو څه ښه نتیجه به ترلاسه کړي.

روسیه په دې تړاو تورونه ردوي.

په ورته مهال د جرمني د بهرنیو چارو زیر د روسیې له ولسمشر سره د هر ډول یو اړخیز تړون د کولو په تړاو ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ور کړ.

هغه وویل، چې د خپلو شریکانو او ملګرو خپه کول ښه ستراتیژي نه ده.

د امریکا او روسیې ترمنځ د مجرمانو سپارلو هیڅ ډول تړون نشته.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هيلسنگي کې لاریونوال له ټرمپ غواړي چې انساني حقونو ته پام ډېر کړي.

له هغه وروسته چې دوه ورځې مخکې د امریکا عدلیې وزارت د روسیې د ۱۲ امنیتي مامورانو پرضد جرم اعلان کړ، نو په امریکا کې مخالفانو له ویلادیمیر پوتین سره د ډونلډ ټرمپ د لیدنې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

خو ډونلډ ټرمپ له سي بي اېس سره مرکه کې ویلي، چې دې لیدنې ته ژمن دی او د چین او شمالي کوریا له مشرانو سره لیدنې یې هم ډېر ښه ګام بللی دی.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې: نه پوهېږم چې څه به پېښ شي، خو ویلی شم چې غوښتنه به مې څه وي، باید وګورو چې له دې لیدنې څه په لاس راځي.

د کریملین یوه سلاکار ویلي، چې ډونلډ ټرمپ د خبرو وړ شریک بولي:

د هېوادونو ترمنځ اړیکي ډېر بد دي، موږ باید د دې اړیکو رغول پیل کړو.

ښاغلي ټرمپ له پوتین سره تر لیدنې مخکې ورځو کې بروسلز کې د ناټو سرمشریزه کې ګډون وکړ او بیا برتانیا ته لاړ.

ورته مطالب