"د ټرمپ ادارې خپلو ډيپلوماټانو ته ويلي چې طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اختر اوربند کې طالبان مختلفو ښارونو ته لاړل.

نيويارک ټايمز "سپينې ماڼۍ د افغان سولې بهير پيلولو لپاره طالبانو سره د مخامخو خبرو حکم کړى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي د ولسمشر ټرمپ ادارې خپلو ډيپلوماتانو ته ويلي چې طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

ورځپاڼه وايي دا په تېرو اوولسو کلونو کې د امريکا په دريځ کې د پام وړ بدلون دى او طالبانو هم له اوږده مهال راهيسې دا غوښته کوله خو امريکا ويل چې دا خبرې اترې بايد له افغان حکومت سره وشي.

ورځپاڼه وايي گڼو لوړ پوړو افغان او امريکايي چارواکو دغه ستراتيژيک بدلون تاييد کړى چې موخه يې د افغان جگړې د مخالفو غاړو سره نژدې کول دي چې پراخو خبرو اترو او د اوږدې جگړې پاى ته لار پرانيځي.

ورځپاڼه وايي د خبرو اترو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې او دا هم شونې ده چې دغه هڅې ناکامې شي خو طالبانو سره مخامخو خبرو ته د امريکا رضايت د افغان جگړې په ټپه ولاړ حالت ماتولو لپاره د ولسمشر ټرمپ په اداره کې تلوسې ته اشاره کوي.

ورځپاڼه وايي په تېرو څو اوونيو کې لوړ پوړو امريکايي چارواکو افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو زمينه برابره کړي

ورځپاڼه په دې لړ کې افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سفر ته اشاره کوي او همداراز وايي چې د بهرنيو چارو وزير مرستيالې الېس ويلز هم له افغان او پاکستاني مشرانو سره خبرې اترې کړي دي.

امريکايي ډيپلوماټانو ته د ډېر واک ورکړې پرېکړه تېره مياشت د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکارانو ډلې له لوري شوې.

‎د ورځپاڼې په وينا دې ته په دې سترگه کتل کېږي چې امريکا هڅه کوي د جگړې ختمولو هڅو ته نوى ځواک ورکړي.

عرب نيوز:

عرب نيوز ورځپاڼې د افغانستان راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپل گډون په تړاو د ولسمشر غني وروستيو څرگندونو ته اشاره کړې.

ورځپاڼه وايي ولسمشر غني کره کړه چې د تاوتريخوالي د کچې زياتېدا سره سره به راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي او دى به پکې نوماند وي.

ورځپاڼه وايي خو ښاغلي غني دا ونه ويل چې د اجراييه رياست د چوکۍ ساتلو تکل لري او که نه چې اوس عبدالله عبدالله ته ور کړل شوې ده.

د نيوز:

د انځور حقوق Reuters

پاکستانۍ د نيوز ورځپاڼې د امريکا او روسيې د ولسمشرانو د کتنې په درشل کې د دواړو لوڼې سره پرتله کړې دي.

ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ د ژوندانه په تړاو ډېر مالوما ت شته خو د پوتين په اړه چې د کې. جي. بې پخوانى جاسوس دى ډېر مالومات نشته. ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ لور اېوانکا يوه بريالۍ سوداگره او د خپل پلار سلاکاره ده. له جارېد کوشنر سره يې واده کړى او يهودی دين يې منلى.

ورځپاڼې د ولاديمير پوتين د لور يکترينا پوتينا په تړاو ليکلي چې ٣٢ کلنه او اکروباتيکه نڅاگره ده.

د روسيې د بانک د دوو مشرانو د يوه د زوى سره يې واده کړى چې کېرېل شمالوف نومېږي او ٣٦ کلن دى.

بله لور يې ماريا پوتينا نومېږي ٣٣ کلنه ده د روسيې د غازو د دولتي شرکت يو مدير سره يې اړيکي لرل. او د سندې اېکسپرېس ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ په هالند کې يې يو اپارتمان درلود چې څو کاله وړاندې پلورل شوى.