د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لیدنه کې پوتین ولې بریالی بلل کېږي؟

د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ فېنلنډ ته رسېدلی، چې ټاکل شوې هلته نن د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره وګوري.

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې سرمشریزې ډېره تمه نه لري، خو هیله یې ښودلې چې یو څه ښه به ترې راووځي.

* د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

* ټرمپ او پوتین به د سوریې په تړاو سره ګډ کار وکړای شي؟

امريکا کې ځينو د دغې کتنې مخالفت کاوه او ويل يې چې له خطرونو سره مله ده.

د هېلسينکې سرمشريزه کې که کوم احتمالي خطر شته نو هغه ولسمشر ټرمپ ته مخامخ دى نه ویلاديمير پوتين ته، نو له دې امله يې سپينه ماڼۍ کې ځينو مخالفت کاوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دواړو مشرانو د لیدنې ځای.

په لومړي پړاو کې دواړه مشران نژدې يونيم ساعت لپاره دوه په دوه سره گوري.

د منتقدينو په باور ولسمشر پوتين د حکومتوالۍ ١٨ کلنه تجربه لري او د امريکا د ولسمشر تجربه اتلس مياشتنۍ ده.

* پوتین: له روسیې باید ۷۵۵ امریکايي ډیپلوماټان ووځي

* پوتین او ټرمپ سختو امنیتي تدابیرو کې جي ۲۰ سرمشریزې ته ننوتل

خو ولسمشر ټرمپ بيا د مرکچي په توگه پر خپلې برلاسۍ ډېر ډاډمن دى.

ډېر لږ کسان په دې باور دي چې ولسمشر پوتين به په دې سرمشريزه کې د پام وړ تېرېدنې او يا منښتې وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ له خپلې مېرمنې سره جوړه فنلېنډ ته ورسېد.

دا يقيني ده چې د امريکا د ٢٠١٦ م کال په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په گټه د روسيې د لاسوهنې تورونه به و نه مني.

خو د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د سرمشريزې په درشل کې د پخوا پر تله يو گام وړاندې لاړ او ويې ويل د دې منل گران دي چې ولسمشر پوتين دې په ټاکنو کې د روسيې له لاسوهنو نه و خبر.

پوښتنه دا را پورته کېږي چې ايا ولسمشران پوتين او ټرمپ به د اکرايين، سوريې او ايران په تړاو چې ډېر ژور سره وېشلي دي، کوم پرمختک وکړاى شي؟ هېڅ يوه غاړه هم د بري وړاندوينه نه کوي.

دواړه مشران ښايي راتلونکي کې د خپلو اټومي وسلود شمېر کمولو پر شونتياو خبرې اترې وکړي.

خو داسې برېښي ولسمشر پوتين چې د فوټبال اتلوليو د بريالي کوربه توب نړيوال وياړ يې تر لاسه کړى له دغې سرمشريزې تر ټولو ډېره گټه پورته کړي.