له ۶۰ متره ګړنګ لوېدلې مېرمن اونۍ وروسته ژوندۍ موندل شوې

. د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه مېرمن انجلا هرنانډز نومېږي او ۲۳ کلنه ده.

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه مېرمن چې کابو اونۍ وړاندې له خپل جیپ موټر سره له ۶۰ متره لوړ ګړنګه سیند ته لوېدلې وه، ژوندۍ موندل شوې ده.

دغه مېرمن انجلا هرنانډز نومېږي او ۲۳ کلنه ده.

پولیس وايي، یوه اونۍ هغې د خپل جیپ موټر له خراب شوي لیلېټر څخه اوبه څښلي او پایېدلې ده.

د یادې مېرمنې موټر له ۶۰ متره ګړنګه لوېدلی دی او تېره جمعه په داسې حال کې د غرختونکو له خوا وموندل شوه چې موټر یې نیم په اوبه کې ډوب و.

* سومالیا: الشباب د '۱۱مېړونو لرونکې' ښځه سنګسار کړې

* هغه ښځه چې درې سوه اعدامونه یې لیدلي

* 'مېړه او بنې مې له سپي او غواګانو سره وتړلم '

پولیس وايي، اغلې هرنانډز چې وموندل شوه په هوښ وه، خو سخته ټپي شوې ده.

هغې ویلي، پر لومړۍ نمبر لویه لاره (های وای ون) یې مزل کاوه چې یو ژوی یې د موټر مخې ته راغی او د ژوي د ژغورلو له امله موټر له سړکه کوږ او له ګړنګه ولوېد.

هغې ویلي، په لاس انجلس کې د خپلې خور لیدو ته روانه وه.

پولیس چارواکي "جان ټورنبرګ" ویلي، ورته پېښې معمولاً د مړینې لامل کېږي خو دا مېرمن چې ژوندۍ پاتې شوې، واقعا نېکمرغه ده.

د اغلې هرنانډز خور ایزابل پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، خور یې بېرته عادي حالت ته د راتلو لپاره وخت ته اړتیا لري.

هغې ویلي، ډېره ټکان ورکوونکې پېښه ده او د رغېدا بهېر به یې پڅ وي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب