د پاکستان ۲۰۱۸ کال ټاکنې: پاکستاني ټاکنو کې د لږکيو ستونزې

Image caption د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي، هلته مېشت مذهبي لږکي وايي، د دوی په ونډه کې په تېرو دریو لسیزو کې هېڅ زیاتوالی نه دی راغلی او لاهم د ډار په چاپېریال کې د ټاکنو لپاره کمپاين کوي.

هملته په لږکیو کې بیا عیسويان چې تر نورو زیات دي، خو دوی بیا ګیله من دي، چې ډېری وخت يې د پاکستان په پارلمان او ایالتي اسمبليو کې استازیتوب هندو یا سیک لږکي کوي.

د پېښور په صدر سیمه کې هم د نورو سیمو غوندې د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین کېږي. خو دلته دغه کمپاین د راجیش سینګ په نامه یو تن کوي، چې کور په کور ګرځي او له خلکو رايې غواړي.

پنځوس کلن راديش سینګ تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لږکیو څانګې مشر و، چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې يې د لږکیو د کونسلر څوکۍ ترلاسه کړې وه، خو اوس يې د ټول ټاکنو لپاره له هغې څوکۍ استعفا ورکړې او د ازاد کاندید به توګه په دې ټاکنو کې ګدون کوي.

Image caption راديش سنګ ټونې وايي " په تېرو دريو لسيزو کې د عامو ټاکنو لپاره د اقليتونو څوکۍ هېڅ اضافه نه دي شوې

په پاکستان کې د لږکیو شمېر نژدې درې ميليونو ته رسيدلی خو د راديش سینګ ټوني په خبره لاهم ورته د دوی د نفوس مطابق څوکۍ نه دي ورکړل شوې.

راديش سنګ ټونې وايي " په تېرو دريو لسيزو کې د عامو ټاکنو لپاره د اقليتونو څوکۍ هېڅ نه دي اضافه شوې. د اقليتونو استازي په ازاده توګه په پارلمان کې د خپلو خلکو لپاره غږ هم نشې پورته کولې. د چرن جيت سنګ د وژنې وروسته په سکهانو کې وېره خپره شوې او مونږ په ډاډه زړه کمپاين نشو کولی"

بله خوا د عیسويانو يو سياسې مشر وايي، دوی ان په لږکیو کې هم له پامه غورځول شوي دي.

هغه زياتوی "زمونږ نفوس هم ډېر دی او د پاکستان لپاره زمونږ خدمت هم زيات دی. د پاکستان نژدې هر ښار کې د عسيويانو داسې ښې تعليمې ادارې شته چې مسلمانان په کې سبق وايي خو د عيسويانو بنيادې حقونه په کې خوندي نه دي. عیسويانو لپاره د نفوس پر اساس په پارلمان کې څوکې په کار دي".

Image caption د خيبرپښتونخوا په لږکیو کې بیا عیسویان چې وايي، تر نورو زیات نفوس لري، خو اکثره وخت يې په پارلمان او ایالتي اسمبلیو کې استازیتوب سیک یا هندو لږکۍ کوي

په پېښور کې د ټاکنو کمیسيون یو چارواکی سهېل خان بیا وايي، د لږکیو لپاره د څوکیو زیاتوالی یوازې د هېواد په اساسي قانون کې بدلون کولی شي او هغه کار د واکمنو ګوندونو په لاس کې دی.

سهيل وايي، "د اليکشن کېمشن کار ټاکنې کول دي پر څوکيو اضافي واک د پارلمان سره دی چې په اساسې قانون کې بدلون سره دغه کار کولی شي. که چا ته هم کومه امنيتي ستونزه وي نو په کار ده چې د خپلې ولسوالۍ لوړ پوړې چارواکي دې خبر کړي."

Image caption په پېښور کې د ټاکنو کميسيون يو چارواکی سهيل خان وايي د لږکيو د څوکيو ډېرول پارلمان کولی شي

په پاکستان کې شاوخوا ټول سیاسي ګوندونه ډېری په مخصوصو څوکیو د لږکیو استازي پارلمان یا ایالتي اسمبلیو ته غوره کړي، خو دغه لږکي وايي، په عامو انتخاباتو کې بیا ډېری وخت دوی د یوه کاندید په توګه له پامه غورځول کېږې.

اړونده مطالب

ورته مطالب