برتيانيا ته د ولسمشر ټرمپ سفر او لاريونونه: عکسونه

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بريتانيا ته د سفر پر مهال له لومړۍ وزيرې تريزا مې او ملکې سره په وېنزر ماڼۍ کې وليدل. د ښاغلي ټرمپ د سفر پر ضد يو شمېر لاريونونه هم وشول. دلته یې عکسونه ليدلی شئ.

واک ته له رسېدو وروسته بريتانيا ته د ښاغلي ټرمپ دا لومړی سفر دی. نوموړي وويل له اغلې تريزا مې سره يې اړيکي "ډېر زيات" پياوړي وو.

تريزا مې او ډونلډ ټرمپ په چېکرز ماڼۍ کې په يوه خبري کانفرانس کې هم ګډون وکړ.

وسله وال پوليس هم د چېکرز ماڼۍ پر چتونو ليدل کېدل.

وروسته ولسمشر ټرمپ وېنزر ماڼۍ ته هم ولاړ او هلته يې د بريتانيا له ملکې سره وليدل.

ښاغلي ټرمپ او مېرمنې يې مېلانيا د بريتانيا له ملکې سره وکتل.

د بريتانیا په ځينو برخو کې يو شمېر لاريونونه هم وشول. د ماشوم په بڼه يوه پوکاڼه هم هوا ته والوځول شوه.

د امريکا لومړۍ مېرمنې مېلانیا د بريتانيا د لومړۍ وزير له مېړه پېلېف مې سره په شاهي روغتون چلسي کې وليدل او د ښوونځي ماشومانو پوښتونو ته يې ځوابونه وويل.

په عيني حال کې د ښځو يو شمېر ډلو د ټرمپ ضد لاريونونه کې ګډون کړی و.

په منځني لندن کې په لسګونو زرو خلکو په لاريون کې ګډون کړی و.

د ډونلډ ټرمپ يو پلوی د وېنزر ماڼۍ بهر ليدل شوی.

.