کلیوالو له سمسارو ولې غچ واخیست؟

اندونیزیا د انځور حقوق Reuters
Image caption د سړي له خښولو وروسته، د کلي سلګونه قهرېدلي وګړي د حیواناتو دغه خوندي ځای ته ورغلي، چړې او نور جارحه توکي ورسره وو.

د اندونیزیا لوېدیځ پاپوا ولایت کې کلیوالو کابو ۳۰۰ سمسارې له دې کبله وژلي، چې په یوه خوندي سیمه کې سمسارو یو کلیوال سړی وژلی و.

چارواکو او پولیسو ویلي، پر دغو حیواناتو د برید مخنیوي کې پاتې راغلل او ښايي چې اوس د دوی د تورنولو چاره پیل کړي.

د اندونیزیا د حیواناتو خوندي سیمه کې د حیواناتو وژل جرم ګڼل کېږي، چې سزا یې غرامت او ان بند ته استول هم ټاکل شوي.

په لوېدیځ پاپوا ولایت کې د طبیعي سرچینو د ساتنې اړوندې ادارې مشر ویلي: "یوه کارمن د یوه سړي چیغې واورېدې چې همکاري یې غوښته، هلته ژر ورغلی خو ګوري چې یوه تمساح پر سړي برید کړی."

د سړي له خښولو وروسته، د کلي سلګونه قهرېدلي وګړي د حیواناتو دغه خوندي ځای ته ورغلي، چړې او نور جارحه توکي ورسره وو.

سیمه ییزو خبري رسنیو د چارواکو له خولې ویلي، کلیوالو پیل کې د تمساحانو فارم پر دفتر برید کړی بیا یې هلته ۲۹۲ تمساحان وژلي دي.

په دې فارم کې د تروشو اوبو تمساحان ساتل کېږي چې نسل یې وژغورل شي.

اندونیزیا له تمساح نه د زندان ساتلو کې مرسته غواړي