"امنیتي ځواکونو د طالبانو له زندانه ۵۸ کسان ازاد کړي"

.
Image caption وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې یې د طالبانو پر یوه زندانه چاپه اچولې او پکې ساتل کېدونکي ۵۸ کسان یې ازاد کړي دي.

له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خوشي شويو کسانو په ډله کې ۱۹ امنيتي کسان هم شته چې ۴ یې د ملي اردو سرتېري او ۱۵ یې پولیسان دي.

سرچینې زیاته کړې، په دغو عملیاتو کې څلور طالب وسله وال ژوندي په لاس ورغلي دي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان امنیتي ځواکونو څو ځله په دغه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کسان د طالبانو له زندانونو خوشي کړي دي.

دا هم لوستلی شئ

* امنیتي ځواکونو هلمند کې د طالبانو له زندانه ۶۰ کسان خوشي کړي

* هلمند کې د طالبانو له بنده ۴۱ بندیان ژغورل شوي

په هلمند کې يو شمېر افغان سرتېري "لا درکه" شوي دي

ورته مطالب