د نواز شریف استناف غوښتنه: پرېکړه د جولای تر وروستۍ اوونۍ ځنډول شوې

نوازشریف او مریم شریف د انځور حقوق @MARYAMNSHARIF
Image caption نوازشریف او لور یې مریم شریف پاکستان ته له ستنېدو وروسته نیول شوي دي

اسلام اباد عالي محکمې د پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف او هغه د لور مریم نواز د سزا خلاف درخواستونو په تړاو د پاکستان له احتساب ادارې (نېب) نه غوښتي چې قانوني دلیلونه وړاندې کړي. محکمې دغه راز د نوموړي له لوري د سزا خلاف پرېکړه د جولای میاشتې تر وروستۍ اونۍ ځنډولې ده.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په رپوټ کې وايي، چې دې سره به ښاغلی شریف او لور یې مریم نواز و نه شي کولای د خپل ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) په ټاکنیز کمپاین کې برخه واخلي. پاکستان کې ټولټاکنې د روانې جولای میاشتې پر ۲۵ مه ترسره کېږي.

اسلام اباد سترې محکمې هغه درخواست هم رد کړی، چې د پخواني لومړي وزیر او هغه د دوو زامنو خلاف د العزیزیه اوسپنې کارخونې او فلیګ شپ پانګه اچوونې په نامه قضیو کې پرېکړه د استناف غوښتنې په تړاو پرېکړې پورې وځنډول شي.

د ښاغلي شریف مدافع وکیل خواجه حارث محکمې ته وویل، د لندن اپارتمانونو ملکیت (ایونفیلډ جایداد) په تړاو قضیې کې د احتساب محکمې پرېکړه (د واقعیت خلاف) ده او تر ډېره حده د مشترکې څېړنیزې کمېټۍ د مشر واجد ضیا پر څرګندونو ولاړه ده.

نواز شریف او مریم نواز پاکستان ته له ستنېدو وروسته نیول شوي

پاکستان سترې محکمې نوازشریف د ګوند مشرتابه لپاره نا اهل وباله

نوموړی ادعا کوي، چې ښاغلي ضیا نه خو محکمې ته په دې تړاو کره ثبوتونه وړاندې کړي او نه یې هم د محکمې پر وړاندې ویلي، چې د لندن اپارتمانو د نواز شریف ملکیت لرلو لړ کې کوم ثبوت لري.

د نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم صفدر مدافع وکیلانو له محکمې وغوښتل، چې د احتساب محکمې له لوري د دوی موکلینو ته ورکړل شوې سزا وځنډوي. محکمې د دغه درخواست ځواب کې احتساب ادارې ته خبر ورکړی او د دغې ادارې مشر څارنوال ته یې امر کړی، چې دغو غوښتنو ته قانوني دلیلونه ووايي.

اړونده مطالب