د عاید له پلوه سلمان خان او اکشې کومار له شاه رخ خان مخکې

د اکشې نوم دغه نوملړ کې ۷۶ ځای لري او سلمان خان ته دوه اتیایم ځای ورکړل شوی د انځور حقوق AFP
Image caption د اکشې نوم دغه نوملړ کې ۷۶ ځای لري او سلمان خان ته دوه اتیایم ځای ورکړل شوی

د فوربز مجلې نوي نوملړ کې د ډېر عاید لرونکو کسانو کتار کې د ممثل جارج کلوني تر څنګ د هندي ممثلینو سلمان خان او اکشې کومار نومونه هم راغلي دي.

جارج کلوني پروسږ کال د نړۍ تر ټولو ډېرې پېسې ګټونکی ممثل بلل شوی و. دغه عاید کې د ټکېلا په نامه د هغه یوې کمپنۍ له پلوره تر لاسه شوې پېسې هم شاملې دي.

فوربز د ۲۱۰۷ کال جون میاشتۍ له لومړۍ ورځې د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې تر ۳۱ پورې د ۵۷ کلن کلونې عاید ۲۴۰ میلیونه ډالره بللی دی.

فوربز په دغه نوملړ کې د نړۍ مشهورو شخصیتونو کې د عاید له پلوه نوموړي ته دویم او کایلي جینر ته درېیم ځای ورکړی دی.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption جارج کلونې او مېرمن یې بېرسټر امل

د کایلې په اړه د روانې میاشتې لومړیو کې فوربز کښلي و، چې د خواله رسنیو دغه مشهوره پېغله په کم عمرۍ کې د میلونر کېدو پر لور روانه ده.

په دغه نوملړ کې مشهور فوټبال ستوري میسي ته اتم، د پورتګال مشهور فوټبال لوبغاړي کرستیانو رونالډو ته لسم ځای ورکړل شوی او د برازیل نېمار نوم هم په لیست کې شامل دی.

رونالډو د پروسږکال پرتله شاتګ کړی، ځکه پروسږکال هغه پنځم ځای درلود او نېمار له یو اویایم ځایه له ۹۰ میلیون ډالره عاید سره ۱۳ ځای ته رسېدلی دی.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

له بي بي سي سره خبرو کې د فوربز مجلې مشر مدیر ویلي، د مجازي نړۍ دوې لویې کیسې سږ کال د کاییلي جینر او د راک دي، چې پر خواله رسنیو یې د ډېر موندلو له لارې پېسې ګټلې دي.

کایلي د کیم کاردېشین ميرنۍ خور ده. د هند فلمي نړۍ بالیووډ فلمي ستوری، اکشې کومار د خپلو دوو فلمونو 'ټوایلټ ایک پریم کتها ' او 'پډمن ' د بریالیتوب له کبله د عاید له پلوه تر سلمان خان مخکې بلل شوی دی.

د اکشې نوم دغه نوملړ کې ۷۶ ځای لري او سلمان خان ته دوه اتیایم ځای ورکړل شوی دی. له دې مخکې سلمان خان ۷۱ او اکشې کومار ۸۰ ځای درلود. تېر کال د بالیووډ ستوری شاه رخ خان له ټولو مخکې و او ۶۵ ځای ورکړل شوی و.

د انځور حقوق Reuters

اړونده مطالب