پوتین: د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې خبره احمقانه ده
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پوتین: د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې خبره احمقانه ده

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، دا ډېره احمقانه خبره ده چې ځینې خلک فکر کوي هېواد یې، د ۲۰۱۶ کال په امریکايي ټاکنو کې لاسوهنه کړې وه. ښاغلي ټرمپ هم له هغه وروسته خلک ډېر غصه کړل چې، و یې ويل، روسیې هېڅ داسې دلیل نه درلود چې په امریکايي ټاکنو کې مداخله وکړي. د ده دا خبره خپله په امریکا د استخباراتي ادارو له پایلې سره سر نه خوري.