منصور هادي: یمن کې د سعودي ښکېلتیا له تمې ډېره اوږده شوه

د انځور حقوق AFP

د يمن جلا وطني ولسمشر دا منلې چې تمه يې نه کوله د سعودي په مشرۍ د ټلوالي پوځي مداخله دې دومره اوږده شي.

خو په يوه ناوياته مرکه کې عبد ربه منصورهادي بي بي سي ته وويل درې کاله کېږي چې د پرېکنده توپان په نامه دا عمليات پيل شوي او باور نه لري چې د حوثي ياغيانو د ماتولو هڅې په ټپه ولاړې وي.

په بوخته کې ښکېل يمنى ولسمشر عبد ربه منصورهادي ډېر لږ ليدل کېږي، دا يې عدن ښار ته يو له ناوياتو (ناڅاپي) سفرونو و.

ولسمشر هادي بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې وويل تمه يې نه لرله چې د واک گدۍ ته د نوموړي د بېرته رسولو لپاره د سعودي په مشرۍ د ټلوالې هلې ځلې درېوو کلونو ته وغځېږي.

خو ښاغلى هادي دا نه مني جگړه ټپ ولاړ حالت کې ده: "که د پرېکنده توپان په نامه عمليات نه و شوي نو دا به د يوې اوږدې کورنۍ جگړې پيل و. د سوماليا له کورنۍ جگړې به يې ډېر دوام کړى واى."

* منصور هادي یمنیان حوثي ضد پاڅون ته بللي

* د منصور هادي د حکومت وزیران عدن ته ستانه شول

* یمن ته د خوراکي توکو لومړنۍ بېړۍ رسېدلې ده

د سعودي او د خليجي متحدانو په هوايي بريدونو کې د یمن بازارونه، ودونه او ان د جنازې مراسم لگېدلي.

ملگري ملتونه وايي هوايي بريدونو په يمن کې تر ټولو ډېره مرگ ژوبله اړولې، خو ولسمشر هادي وايي دى د يمن په جگړه کې د سعودي له ښکېلولو نه دى پښېمان.

د انځور حقوق Getty Images

دى واي "زه هېڅ پښېمان نه يم، که داسې نه واى نو موږ نه شواى کولاى چې د هېواد ځينې برخې ازادې کړو، له عدن نيولې تر المهرا. د ټلوالې له مرستې پرته دا سيمې به لا د حوثيانو په ولکه کې وې. موږ په دې باور يو چې د ټلوالې علميات ډېر بريالي وو او په عربي نړۍ کې سارى نه لري."

خو د ٢٠١٥ م کا ل په مارچ کې د پرېکنده توپان په نامه د سعودي په مشرۍ پوځي عملياتو له پيل راهيسې د ملگرو ملتونو په وينا شا و خوا ٨ ميليون يمنيان قحطۍ سره مخامخ شوي.

دغه اداره خبردارى ورکوي که د روان ميلادي کال تر پايه د يمن کړکېچ ته سياسي حل ونه موندل شي نو يو بشري ناورين به لېرې نه وي.

ورته مطالب