پاچا سلمان: هڅه کوو د افغانانو ترمنځ 'وېش له منځه یوسو'

. د انځور حقوق Getty Images

عرب نيوز ورځپاڼې د سعودي د پاچا څرگندونې راخيستې چې وايي سعودي هڅه کوي د افغانانو ترمنځ شته وېش او توپيرونه لېرې کړي.

پاچا سلمان تېره ورځ د کابينې غونډې ته دا څرگندونې کړي او ويلي دي چې سعودي عربستان په نړيواله کچه د مسلمانانو د يووالي لپاره کار کوي.

ورځپاڼه وايي پاچا سلمان د افغانستان په تړاو مکه کې د جوړ شوي کنفرانس د اعلاميې هرکلى وکړ او پر دولتونو، ادارو او اسلامي مخورو غږ وکړ چې افغانستان ته سولې او ثبات راوستو کې دې مثبت رول ولوبوي.

نیوز ویک مجله

نيوز ويک مجلې افغانستان کې د طالبانو او داعش خپلمنځيو نښتو ته کتنه کړې او وايي په داسې حال کې چې امريکا افغانستان کې د سولې راوستو لارې چارې لټوي، داعش او طالبان د افغانستان کنټرول لپاره له يوۀ بل سره مخامخېږي.

د انځور حقوق Getty Images

ورځپاڼه وايي طالبان له ١٩٩٤ م کال راهيسې افغانستان کې تر ټولو ځواکمنه وسله واله ډله پاتې شوې، خو اوس په دغه هېواد کې د اسلامي دولت نومې ډلې گواښ په ډېرېدو دى.

مجلې تېره ورځ سرپل ولايت کې د طالبانو د يوۀ قومندان پر کور د داعش بريد ته اشاره کوي چې د رپوټونو پربنسټ ١٥ وسله وال يې د يوې فاتحې په مراسمو کې ووژل.

مجله وايي دا په وروستيو څو اونيو کې وروستى برید دى.

مجله وايي د داعش مرکز ننگرهار کې دى، خو اوس يې فعاليت د شمالي ولايتونو په لېرو پرتو سيمو کې هم زور اخيستى دی او په سرپل، فارياب او غور کې تاوتريخوالى ډېر شوى.

د مجلې په وينا طالبان او داعش دواړه د سيمو لاندې کولو لپاره بريدونه ډېر کړي دي.

مجله وايي افغان چارواکو ٢٠١٧ م کال کې د داعش خراسان څانکې وسله والو شمېر ٣٠٠٠ اټکل کړى خو د کره شمېرې مالومول یې گران دي.

د مجلې په باور داعش کمه سيمه په ولکه کې لرې خو د خپل نفوذ د ښودلو لپاره ډېر بريدونه کوي او کابل کې يې د گڼو سترو بريدونو مسووليت ومانه.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز وايي ايران له دې امله د امريکا پر ضد محکمې کې قضيه ثبته کړې چې له اټومي تړونه ووته او پر ايران يې اقتصادي بنديزونه بيا ولگول.

د ايران له لوري د امريکا پر ضد قضيه د عدالت نړيوالې محکمې کې ثبت شوې چې ملگرو ملتونو اصلي يا لوړ قضايي بنسټ دى.

د عدالت نړيوالې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي ايران خپله دعوا د يوه ډېر پخواني تړون پر بنسټ کړې چې د ايران له اسلامي انقلابه ډېر وړاندې د ايران د هغه مهال حکومت او امريکا ترمنځ لاسليک شوى و.

ورځپاڼه وايي امريکا دا قضيه بې بنسټه بللې او وايي چې پر وړاندې به يې مقابله وکړي.