د پیلوټ سګریټ څکولو له کبله الوتکه کې بېړنی حالت

ایر چاینا د هېواد مهم هوايي شرکت دی د انځور حقوق Reuters

چارواکو تېره اونۍ د ایر چاینا هوايي شرکت الوتکه کې د الیکترونیکي سګریټو څکولو له کبله د دوو پیلوټانو جوازونه لغو کړي دي. د پېښې له کبله الوتکه په بېړنۍ توګه د معمول له ارتفاع لاندې تللې.

دغه مساپر لېږدونکې الوتکه چې له هانګ کانګ نه د چین یوه بل ښار دالیان ته پر لاره وه، په کابین کې یې فشار کم شو او ناڅاپه ۶۵۰۰ متره یا ۲۱۰۰۰ فوټه لاندې لاړه.

وروسته چارواکو وویل، الوتکه ځکه لاندې تللې، چې له دوو نه یوه پیلوټ په خپل کابین کې الیکترونکي سګریټ څکولی و.

د هوايي چلند چارواکو پر هوايي شرکت جریمه لګولې او د شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتنو شمېر یې ۱۰ سلنه کم کړی دی.

دوی دغه راز ایر چاینا ته د خوندیتوب درې میاشتنۍ بیا کتنې امر کړی دی. په هوا کې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې سګریټ څکونکي پیلوټ د سپرلیو کابین ته د لوګي ورتګ مخنیوي لپاره د یو پکي بندولو هڅه وکړه.

په هندوراس کې الوتکه په منځ بېله شوه

امریکا کې وینه رسوونکې بې پیلوټه الوتکه ازمویل کېږي

خو د دې پر ځای نوموړي د الوتکي ایرکنډيشن سسټم بند کړ، چې ورسره الوتکه کې د اکسیجن کچه ټیټه شوه. له هغه وروسته د بېړنیز حالت لپاره چمتوالی شوی و او اکسیجن ماسکونه پرانیستل شوي وو.

کله چې د الوتکې په کابین کې فشار کم شي، پیلوټان د عملې او مساپرو خوندیتوب لپاره د الوتکې لوړوالي کچه ټیټوي.

د انځور حقوق WEIBO

دغه الوتکه کې د عملې کسانو بېرته عادي لوړوالي کچې ته د راوستلو لپاره ایرکنډېشن سسټم فعال کړی و. وروسته دغه الوتکه په ټاکلي مهال منزل ته ورسېده او د عملې یا سپرلیو ۱۵۳ کسانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

چین د الوتکو عملې ته د سګریټ څکولو اجازه نه ورکوي او ۲۰۰۶ کال کې یې د مساپرو له لوري په کابین کې پر الیکترونیکي سګریټو څکولو بندیز ولګولو.

اړونده مطالب